IQNA

په لندن كښې د اسلامی لباس او جامې فسټيوال ترسره شو

22:59 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314668
بين المللی ډله: د اسلامی جامې او لباس فسټيوال چې د ملائيشيا د مسلمانو طراحانو يا ډيزاينرانو د لباس ډير نوی ډيزائنونه پكښې شامل وو، د تيرې اونۍ په پائې كښې د لندن د طبيعی تاريخ په ميوزيم كښې ترسره شو.
د ملائيشيا د (Bernama)خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه فيسټيوال سږ كال په پرله پسې دوئم كال لپاره (( په عفاف كښې تنوع او مختلف والے)) په عنوان سره په لندن كښې ترسره شو او پكښې د اسلامی جامې ډيرنوی ډيزائنونه نندارې ته وړاندې شو.
د ملائيشيا د وزيراعظم ميرمن رسمه منصور په دغه فسټوال كښې ووئيل: نن سبا په ټوله نړۍ كښې د مسلمانو طراحانو او ډيزاينرانو د زياتيدو او ترقۍ كتونكی يو. دغه ډيزاينران د نويو ډيزاينونو په وړاندې كولو سره اسلامی لباس او جامه نه يوازې د مسلمانانو سره متناسبه بلكې د ټولو كسانو لپاره وړاندې كوی.
دې زياته كړه: د اسلامی جامې طراحی د ټولې نړۍ د طراحانو او ډيزاينرانو د فعاليت لپاره يو مناسب فرصت دے.
رسمه منصور ووئيل: هيله منه يم چې نوی، ښكلی، د جديد فيشن مطابق او په عين حال كښې د اسلامی جامې د معيارونو مطابق ډيزاينونه وړاندې شی. 994705

captcha