IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران ملت د جمعې په ورځ يو ځل بيا خپل ځواك او اقتدار نندارې ته وړاندې كوی

17:04 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317160
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ټينګار وكړ د ايران ملت به د جمعې په ورځ يو ځل بيا په ډګر كې په شتون، هوښيارۍ، بصيرت، او موقع پيژندنې سره خپل ځواك او توان نندارې ته وړاندې كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ايی نن د ټول ايران له زرګونو تنو ښوونكو سره په ليدنه كې د اسلامی شورا د ټاكنو دوهم پړاوو ته په اشارې سره وويل د ايران ملت تل په لازم وخت كې په هوښيارانه ډول خپل كار په خپل وخت تر سره كړئ چې تر ټولو بارزه بيلګه ېې د اسلامی شورا د نهم پړاو په ټاكنو كې د مارچ په دوهمه د هغوی پراخ شتون ؤ چې دې وخت پيژندنې ډير اغيز هم درلود .
د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر په دې ټينګار سره چې د نړۍ اوسنی وضعيت ته په پام سره ملتونه بايد برياليتوب ته د رسيدو لپاره په هوښيارانه ډول په ډګر كې شتون ولری او خپل ظرفيتونه نندارې ته وړاندې كړی ، په ډاګه كړه د خدای ج په فضل او مهربانۍ سره د ايران ملت په ډګر كې شتون لری او بصير او موقع پيژندونكئ دئ ، خپل دښمنان او د دښمن د دوستۍ تر پردې لاندې رياكارانه دسييسې هم ښې پيژنی .
د انقلاب معظم رهبر ټاكنې په ډګر كې د شتون له مظاهرو وبللې او په ډاګه ېې كړه د مادی قدرتونو تر منځ د كشمكش او كړكيچ په حالت كې د ايران ملت د دې لپاره چې وكړئ شی د خپل ځان او راتلونكو نسلونو له حقوقو دفاع وكړی بايد تل په ډګر كې شتون او خپله هوښياری وساتی .
حضرت آيت الله خامنه ايی په دې ټينګار سره چې د ايران د ملت د راتلونكې افق ډير روښانه دئ زياته كړه د خدای په فضل به د ايران راتلونكې په پريكنده ډول د اوس مهال په پرتله روښانه او ښه وی .
د انقلاب معظم رهبر همداراز د استاد شهيد آيت الله مرتضی مطهری د ياد او خاطرو لمانځنې تر څنګ د معلم يا ښوونكی د ورځې د مباركۍ په وركولو سره د معلم د مقام په بيان كې وفرمايل د ښوونكی تر ټولو مهمه ځانګړنه داده چې په خپل ابتكار سره د هغه انسانانو له منځه چې د بيلابيلو استعدادونو ، ظرفيتونو ، احساساتو او عواطفو درلودونكی دی پياوړی پوهان او صالح ، هوښيار ، او ځواكمن انسانان جوړ كړی.
998694
captcha