IQNA

د فلسطين ولسی مقاومت د قدس شريف د اوسيدونكو د ملاتړ غوښتنه وكړه

23:56 - June 19, 2012
د خبر لمبر: 2350192
بين المللی ډله: د فلسطين د ولسی مقاومت كمیټو د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی(ص) د معراج د واقعې او له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی او بيا آسمان ته د دوی(ص) د عروج په كليزه كښې، د دغه ښار او د مسجدالاقصی په شمول د دغه ښار د اسلامی ودانيو د حفاظت لپاره د مقاومت د ملاتړ كولو غوښتنه وكړه.
د «Palestine Info»اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د ولسی مقاومت كمیټو له مسلمانانو وغوښتل چې د قدس شريف د خلكو له مقاومته ملاتړ وكړی كوم چې له څه باندې ٤٠ كالو راهيسې د صهيونيسټی غاصب رژيم د تيريو او نيواكګريو او د دغې سيمې د يهودی كولو لپاره د دغه رژيم د هڅو او كوششونو سره مخامخ دے.
دغه غورځنګ اعلان وكړ چې د پيغمبراكرم(ص) د معراج مناسبت د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې د ورانولو او يهودی كولو، له خپل وطن څخه د قدس شريف د خلكو د ايستلو او د هغو پرځائې د تندلارو يهوديانو د آبادولو لپاره د صهيونيسټی رژيم د سپيرو كوششونو د يادولو لپاره يو غنيمتی فرصت دے.
د فلسطين د ولسی مقاومت غورځنګ ټينګار وكړ چې مسلمانان پكار دی د مسجدالاقصی او د بيت المقدس ښار د حفاظت لپاره خپل پوره توان وكاروی چې د دغه مقدس ښار د يهودی كولو لپاره د اسرائيليانو د نقشو او پلانونو د بشپړې پوره كيدنې مخنيوے وكړی او هغه د صهيونسټانو له منګولو خلاص كړی. 1032290

captcha