IQNA

عربستان په سوريه كښې وسله والو عناصرو ته تنخوا وركوی

23:49 - June 23, 2012
د خبر لمبر: 2352700
بين المللی ډله: ګارډين انګليسۍ ورځپاڼې په يو رپورټ كښې د سورئې د نظام او حكومت د پرزولو په موخه په دغه هيواد كښې له وسله والو عناصرو څخه د سعودی عربستان له پراخ مالی حمايت نه پرده پورته كړه
د العالم خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ګارډين د (په سوريه كښې د وسله والو مخالفانو څخه د مالی ملاتړ لپاره د عربستان طرحه) په عنوان سره په يو مطلب كښې وليكل: د امريكې او ځينو عربو مشرانو په غږملتيا سره په سوريه كښې وسله والو عناصرو ته د تنخوا او حقوقو د وركولو لپاره د سعودی مسئولانو چمتو كيدل په داسې حال كښې بڼه نيسی چې عربستان او قطر وسله والو عناصرو ته وسلې او پيسې لیږی، او دا هغه كار دے چې پائيلې ئې په سوريه كښې په وروستيو نښتو كښې بشپړې څرګندې دی.
ګارډين د دريو عربی هيوادونو د سرچينو په نقل سره ټنیګار وكړ: سعودی چارواكو له تيرې مئۍ مياشتې نه په سوريه كښې د مخالفانو مالی ملاتړ په غاړه واخيست.
دغې انګليسۍ ورځپاڼې څرګنده كړه: په دې مينځومان كښې تركیې چې د سورئې په ګاونډ كښې پرته ده، اجازه وركړې ده چې د سورئې په دننه كښې د وسله والو عناصرو د عملياتو د غږملتيا په لړ كښې په استنبول كښې د قومندانۍ لپاره يو مركز جوړ شی، دغه مركز ٢٢ غړی لری چې زياتره ئې سوری دی.
ګارډين ټينګار وكړ: وسله والو عناصرو ته د حقوقو د وركولو طرحه د هغوی د حمايت د جلبولو او همداراز بيليدو او د قدرت په توازن كښې خلل رامينځته كولو ته د پوځی ځواكونو د هڅولو په موخه اجرا كیږی. 1036069

captcha