IQNA

د فرانسې مسلمانانو د كوكاكولا او پيپسی محصولاتو بائيكاټ وكړ

23:47 - June 30, 2012
د خبر لمبر: 2357699
بين المللی ډله: د كوكاكولا او پيپسی شركتونو د شركتونو د شربتونو په جوړولو كښې د الكحلو په استعمال پورې د اړوند خبر د په ډاګه كيدو نه وروسته د فرانسې مسلمانانو د دغو شربتونو نه استفاده كول ممنوع كړل.
د «algerie-focus»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د مصرف په ملی مؤسسې پورې اړوندې ((شپيتۀ ميليون استعمالونكی)) نومې مجلې لخوا د كوكاكولا او پيپسی په جوړولو كښې له الكحل نه د استفادې د خبر د رسوا كيدو نه څوورځې پس د فرانسې د مسلمانانو ملی اتحادئې د يوې بيانیې په خپرولو سره د دغو دوو شركتونو د محصولاتو بائيكاټ وكړ.
د فرانسې د ملی مصرف د موسسې د څیړنو په اساس: د كوكاكولا او پيپسی د شركتونو د محصولاتو ١٩ بوتلونه وآزمويل شول چې له هغو نه په نيمو كښې په يو لیټر كښې د ١٠ ميلی ګرامه الكحل شتون وليدې شو.
د فرانسې د مسلمانانو د ملی اتحادئې رئيس محمدبشاری په دې هكله ووئيل: د دغو نتايجو په ليدو سره احساس كوو چې دوكه مو خوړلې ده، دغه سترو شركتونو ته پته ده چې مسلمانان كوكاكولا او پيپسی استعمالوی او په دغو محصولاتو باندې د الكحل د شتون نه ليكل په حقيقت كښې دمسلمانانو غولول دی. 1040907

captcha