د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د حضرت امام علی عليه السلام د شهادت شپه ده په همدې مناسبت د امام خمينی رحمه الله عليه په حسينيه كې د انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په شتون سره د وير او عزادارۍ مراسم تر سره شول دا مراسم چې د ماسپښين له لمانځه وروسته تر سره شول د تهران ګڼو خلكو په كې برخه درلوده.
حضرت علی عليه السلام د ۴۰ هـ ق كال د مباركې روژې په ۲۱مه نیټه په كوفه ښآر كې په شهادت ورسيد. د قاتل نوم یې ابن ملجم معلون ؤ.
1074847