IQNA

په فلسطين كښې د ډېر تاريخی جومات اثار وموندلې شول

21:07 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400280
نړيواله ډله: عربو لرغون پېژاندو د فلسطين د شمال په طبريه ښار كښې د دغه هېواد يو ډېر تاريخی جومات يو لړ آثار وموندل.
د ايران قرآنی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الجزيرې خبری سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د طبریې ښار د ډېر پخوانی جومات د اثارو په كشفېدو سره چې په اموی، عباسی او فاطمی دورونو كښې د فلسطين له طلائی دور سره اړوند دی په دغه پخوانی تاريخی ښار كښې د اسلام د مبين دين د موجودګۍ نښې نښانې څرګندې شوې دی.
برازيلی محقق او د قدس شريف د عبری پوهنتون استاذ كاتيا سېلبرمېن په دې حقله وويل: د دغه ستر تاريخی جومات د موندلو لپاره چې جوړيدل یې اتمې هجری پېړۍ ته ګرځی زيات كوششونه شوی دی، رقبه یې له اوۀ زره مربع میټرو نه زياته او د زرګونو نمونځګزارو د ځای كېدو ګنجائش یې لرلے دے.
هغۀ زياته كړه: د طبریې د جومات نقشه زياتره د دمشق له ستر جومات سره سمون خوری چې په همدغې پېړۍ كښې جوړ شوے دے او اوس هم موجود دے. دغه جومات همدا شان له يو بل جومات سره هم شباهت لری چې په اردن كښې د كنلو په وخت موندلے شوے دے فرق یې فقط دومره دے چې د اردن جومات د رقبې له لحاظه وړوكے دے.
هغۀ تاكيد وكړ: د طبریې ستر جومات په دې مطلب باندې يو دليل دے چې دغه ښار په هغه دوران كښې په شام كښې يو ډېر اهم اسلامی ښار ؤ.
1084905
captcha