IQNA

د برما له مسلمانانو څخه د تركی د انساندوستانه مرستو د موسسې ملاتړ

21:06 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400284
اجتماعی ډله: د تركی د انساندوستانه مرستو ادارې (IHH) د برما (ميانمار) د متعصبو بودايانو په لاسو د اراكان سيمې د بېګناه مسلمانانو له قتل عام نه وروسته تر اوسه دوه لكه تنه د خپلو مرستو له لېسټ كښې راوستی دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغې ادارې د اراكان د سيمې د مهاجرو كېمپونو ته چې د بنګلادېش له پولو سره په خواوشا كې پراتۀ دی د مرستندويه ډلو په لېږلو سره په دې وروستيو دريو مياشتو كښې دوه لكه تنه د خپلو انساندوستانه مرستو په فهرست كښې راوستی دی.
دغې ادارې د دغو مرستندويه ډلو په ذريعې سره د دغو مظلومو مسلمانانو لپاره خواركی څيزونه، د ژوند كولو ضروری سامانونه او درملونه ولېږل.
د ويلو ده اوس هم د برما د اراكان سيمې زياتره مظلوم مسلمانان د بودايانو په لاسو د هغوی دكورونو د ويجاړولو، سوزولو او لوټلو په وجه په دې لټه كښې دی چې ځانونه د سيند له لارې د برما او بنګلادېش په پولو كښې جوړكړې شويو مهاجر كېمپونو ته ورسوی.
1085517
captcha