IQNA

د نړۍ په رسنيو (مېډيا) كښې د حضرت امام خامنه ای د بياناتو پراخه انعكاس

21:04 - August 31, 2012
د خبر لمبر: 2402150
نړيواله ډله: د دنيا په مختفو ژبو په لسګونو نړيوالو چېنلونو پرون د وږی د مياشتې په نهمه نېټه د غېر وابسته هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په شپاړسمه غونډه كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت امام سيد علی خامنه ای وېنا په ژوندۍ او نېغ په نېغه بڼه خپره كړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، انګريزی، عربی، فرانسوی او فارسی ژبو چېنلونو د انقلاب د معظم رهبر وېنا ته په ژوندۍ بڼه كورېج وركولو په ترڅ كښې د دوی بيانات د خپلو مخاطبانو لپاره د لاندې ليك په توګه خپارۀ كړل.
العالم، بی بی سی، العربيه، الجزيره، المنار، الميادين، سكائی نيوزعربی، د شام المنار، د لبنان او ټی وی، د لبنان ای اېن بی، المصريه، فلسطين اليوم، القدس، د عراق الاتجاه، الفرات، بلادی، آفاق او په لسګونو نورو چېنلونو د اسلامی انقلاب د معظم رهبر وېنا چې په تهران كښې له سلو نه د زياتو غېروابسته هېوادونو د مشرانو په موجودګۍ كښې یې وكړه په ژوندۍ او نېغ په نېغه بڼه خپره كړه.
1088375
captcha