IQNA

د پېغمبراكرم (ص) په شان كښې ګستاخی د اسلامی امت په خلاف د امريكې او اسرائيلو د سوړ جنګ يوه كړۍ ده

22:36 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419801
نړيواله ډله: د يمن د ((المسيره)) سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر اسماعيل محمد متوكل وويل:په امريكائی –صهيونېسټی فېلم كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې ګستاخی د اسلامی امت په خلاف د امريكې او اسرائيلو د سوړ جنګ يوه كړۍ ده او مونږ ته پكار دی له دغه اسلام دښمنه اقدام سره مبارزه وكړو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د يمن د ((المسيره)) سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر اسماعيل محمد متوكل پرون مازیګر د تلې د مياشتې په دريمه نېټه په تهران كښې د اسلامی رېډيوګانو او ټيلی ويژنونو د اتحادیې د عمومی اسمبلۍ د شپږمه غونډه كې په خپله وېنا كښې وويل: زۀ نن په داسې پوزيشن كښې يم چې د ايران د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټ اېښودونكے د اسلامی بېدارۍ د بنياد اېښودونكی په توګه ژوندے ساتم او دا تاكيد كوم چې د هغۀ له وفات څخه د لسګونو كلونو د تېرېدو باوجود د ملتونو بېدارۍ هم هغه شاند امام له لوړ شخصيت او ارزښتناكو لارښوونو څخه تاثير اخېستے دے.
هغۀ په دوام كښې وويل: په امريكائی –صهيونېسټی فېلم كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې ګستاخی د اسلامی امت په خلاف د امريكې او اسرائيلو د سوړ جنګ يوه كړۍ ده او مونږ ته پكار دی له دغه اسلام دښمنه اقدام سره مبارزه وكړو.
د يادونې ده چې د اسلامی رېډيوګانو او ټيلی ويژنونو د اتحادیې شپږمه عمومی غونډه چې وړمه ورځ د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن د ادارې د غونډو په مركز كښې شروع شوې وه نن د اختتاميه مراسموپه جوړولو سره خپل كار پاې ته ورسوۀ.
1105540


captcha