د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری ويب پاڼې یې نقلوی چې د پاكستان ولسمشر ښاغلی آصف علی زرداری هم دا راز وويل نړيواله ټولنه بايد اجازه ورنه كړی څو د بيان له آزادۍ په ناوړه استفادې سره نړيواله سوله او امنيت په خطرې كې واچول شی.
ښاغلی آصف علی زرداری هم دا راز د جنګ جګړو له تاوانونو د نننيو او راتلونكو نسلونو د ژغورلو غوښتنه هم وكړه او وې ويل د نړۍ ټول ماشومان د تل پاتې سولې امنيت او ثبات د درلودلو حق لری او بايد د هغوی ژوند ته لازيات پام وشی.
د پاكستان ولسمشر هم دا راز د خپلې وينا په يوې برخې كې د دې خبرې په كولو سر ه چې پاكستان يو داسې هيواد دی چې خلك یې د ترهه ګرۍ قربانيان دی او له دغې سپيرې بلا كړیږی، زياته كړه په تير كال كې كابو ديرش زره كسان د ترهه ګرۍ قربانيان شوی دی چې بايد نړيواله ټولنه په دې موضوع كې هم لټی ونه كړی او بايد له ترهه ګرۍ په مبارزې كې لا جدی شی.
http://irna.ir/fa/News/385996/خارجی/زرداری_انتشار_فيلم_توهين_آميز_به_مقدسات_اسلامی_را_بشدت_محكوم_كرد