IQNA

د سويزر لينډ يو ستر پادری هم د اسلامی ضد فلم د خپريدا د مخنيوی غوښتنه وكړه

6:58 - September 27, 2012
د خبر لمبر: 2420793
نړيواله ډله: د سويزر لينډ د كاتو ليك كليسا ستر پادری «پير ګرامپا» د اسلام د ستر پيغمبر په شان كې د ګستاخ امريكائی صهونيسټی فلم په جوړيدا د اعتراضونونو له زياتيدا سره په يو وخت د ګوګل په كړچار په نيوكو سره ټينګار وكړ دغه انټرنیټی چينل بايد له خپلې پاڼې دغه سپك فلم زرترزره پاك كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Press TV» د سويس دغه لوی پادری روښانه كړې لويدیځ بايد د بيان له آزادۍ څخه په ناوړه استفادې سره د نورو سپكاوی ونه كړی.
ښاغلی «پير ګرامپا» اصلی ګرم هغه ځان پسند او كبرجن كسان وبلل چې مسلمانان ئې ولمسول او هغوی ښه پوهیږی چې اسلامی نړۍ په دغه ډول چارو څرنګه غبرګون ښئ او دوی دا موضوع په ډنمار ك او فرانسې كې د سپكو تصويرونو په چاپولو سره نوره هم خرابه كړه.
د كاتوليكانو دغه ستر پادری هم دا راز د سويزر لينډ له رسنيو سره په خبرو كې د ګوګل په كړچار هم په نيوكو سره ټينګار وكړ د ګوګل مسئولان بايد دغه سپك فلم زرترزره له دغه چينله حذف كړی.
ښاغلی «پير ګرامپا» د مسحیّت او اسلام ترمنیځ د خبرو اترو ضرورت ته په اشارې سره وويل البته د دغه ډول خبرو اترو لپاره خنډونه ډير دی او وخت ته اړتيا لری خو بيا هم تعامل د ټولو ستونزو حل لاره ده اختلافات بايد د متقابل احترام او خبرو اترو له لارې حل شی او له دې پرته به تاؤتريخوالې او شخړې مسئله نوره هم خرابه كړی.
1107941
captcha