د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه بيانيه كښې د اسلامی هېوادونو د بهرنيو چاور وزيرانو د نړۍ له حكومتونو څخه وغوښتل، د ضروری قوانينو په شمول د مناسبو د تدابيرو په غوروه كولو سره د دينونو په هكله د ګستاخيو له مسئلې سره چې په نړۍ كښې د نفرت ، تبعيض، تشدد او تاوتريخوالی د راپارېدو سبب كیږی مقابله وكړی.
داسلامی تعاون د تنظيم د ٥٧ غړيو هېوادونو خارجه وزيرانو دغه بيانيه د امريكائی ګستاخانه فېلم او په فرانسوی مجله كښې د اسلام ضدو كارټونونو د چاپ كېدو په ځواب كښې جاری كړه.
هغوی په دې بيانيه كښې د مسلمانانو په خلاف د هر ډلو تبعيض، د منفی تفكراتو ترويج، د اسلام بدنامول، دينی نفرت او تشدد او همدارنګ د مسلمانانو د دينی مقدساتو توهين وغاندۀ.
په دغه بيانيه كښې وويل شول: د دا ډول اسلام دښمنه اقدامات د دين او عقيدې د ازادۍ د قوانينو خلاف ورزی ده او په خاصه توګه د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ازارولو سبب شوی دی.
1109273