IQNA

احمدی نژاد: اسراييل په سيمې كې د شخړې د زياتولو لپاره لاسونه پخښې وهی

19:21 - October 03, 2012
د خبر لمبر: 2424738
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې په خبری كنفرانس كې په ملګرو ملتو كې د ايران د سوله ايزو ایټمی فعاليتونو په ضد د صهونيسټ رژيم د لومړی وزير نتن ياهو د ادعاګانو په هكله وويل صهونيسټ رژيم په سيمې كې د تاؤتريخوالی په زياتولو او جنګ ته د اسلامی ايران په راكاږلو پسې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ددې خبرې په كولو سره چې ايران هیڅكله دجنګ پيلونكی نه دی زياته كړه ، په ملګرو ملتو كې دصهونيسټ رژيم دلومړی وزير دبلاغواړو اولمسونكو څرګندونوپه وړاندې د ايرانی پلاوی هوښيارۍ، منفی غبرګون ته د دغه پلاوی د مجبورولو لپاره د اسرائيلو دسيسې شنډې كړې.
ډاكټر احمدی نژاد هم دا راز د ايران په باب د امريكا سياستونه د اسرائيلو له سياسيتونو اغيزمنونكی وبلل او ټينګار ئې وكړ امريكا بايد د ايران په ضد خپل غليمانه كړچارونه بدل كړی ځكه د دغو كړچارونو دوام به د امريكا ملت او حكومت لپاره هیڅ ګټه ونه لری .
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه امريكا د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته د ايران د ملت په وړاندې دريدلې ده او تر نن پورې ئې جمهوری اسلامی نظام ته دتاوان درسولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولې او دا په داسې حال كې دی چې دامريكائی پوهانو اونظر خاودندانو داعترافونوپه اساس دايران په ضد دغليمانه سياستونو دوام به امريكا تاوانی كړی.
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد هم دا راز په نيويارك كې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په څنډې كې له ايرانی پلاوی سره د امريكائی پلاؤاو ډلو د ليدوكاتو په باب هم وويل، دوی په دغو كتنو كې د امريكائی ملت په باب د اسلامی ايران له سوله غواړو سياستونو څخه خپل ملاتړ او په سيمې كې د دغه هيواد له جنګ غواړو سياستونو بيزاری اعلان كړه.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز د ملتو نو د ګټو په چوكاټ كې د ملګروملتو جوړښت د اصلاح د بدلون لپاره د ايران له وړانديزه د بان كی مون هركلی ته په اشارې سره ټينګار وكړ ناپييلی غورځنګ په نيويارك كې په غونډو كې په دې چوكاټ كې د دغه غورځنګ د پروګرامونو په باب څیړنې وكړې.
ډاكټر احمدی نژاد په ايران كې د يورانيمو د شل فی صدی پخولو له توليد سره د لويدیځی هيوادونو مخالفت په باب روښانه كړه اسلامی ايران دباور جوړونې په چوكاټ كې په ځلونو ويلی وو ،كه دایټمی انرژۍ نړيوال آژانس د ايران د ایټمی اړتياؤ وړ سونګ تامين كړی، نو خپل ایټمی فعاليتونه به ودروی ،خو مقابل لورو له دغه اقدامه ډډه وكړه ، په همدې دليل ايران د خپلې اړتيا په اساس د خپل ضرورت وړ ایټمی سونګو توليد پيل كړی دی.
1112340
captcha