IQNA

د يونيسكو په غونډه كښې د خپلواكه غړی په توګه د فلسطين شتون

23:06 - October 02, 2012
د خبر لمبر: 2424788
بين المللی ډله: فلسطين د وړومبی ځل لپاره د ملګرو ملتو د تعليمی، علمی او كلتوری سازمان يعنې (UNESCO) په غونډه كښې د يوبشپړ خپلواك غړی په توګه ګډون وكړ.
د «atlasinfo» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: فلسطين په وړومبی ځل د ملګرو ملتو د تعليمی، علمی او كلتوری سازمان يعنې (UNESCO) په غونډه كښې چې پرون د عمان په پلازمينه مسقط ښار كښې ترسره شوه، په كاملاً خپلواكه او مستقله توګه ګډون وكړ.
د يونسكو سترسيكتر د دغې غونډې مشر وو او په عربی نړۍ كښې د يونسكو د ملی كمیټو اصلی منشيان هم د دغو غونډې له نورو غړيو څخه وو.
د فلسطين رسمی خبری آژانس(وفا) په دې هكله اعلان وكړ: له ٢٠١٤نه تر ٢٠٢١ كاله پورې د يونسكو د لارو چارو په هكله بحث او د نظر تبادله او د دغې مودې د برنامو او بجډ يا بودجې ټاكل د دغې درې ورځنۍ غونډې له برنامو څخه دی.
1112178

captcha