IQNA

د پيغمبر(ص) سپكاوې د امريكې د اسرائيلو په لاس كښې د قيديدو نښه ده

23:36 - October 02, 2012
د خبر لمبر: 2424798
سياسی ډله: د ټول مسلح فوځ مشر د امام (ره) دې وينا ته په پام امريكه د صهيونيسټو قيدی او د پيرنګيانو د حكم لاندې ده، وويل: د صهيونيسټی رژيم حمايت كول او د پيغمبر(ص) د سپكاوی فلم جوړول د دې قيدی شونې يوه نښه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له د ټول مسلح فوځ له اطلاع رسوونكی مركز یې نقولی، د ټول مسلح فوځ د لښكر مشر سيدحسن فيروزآبادی، د هيواد د لوړ رتبې مقاماتو په ټول كښې د امريكې د اړيكې د اثر په هكله وويل: لكه څه رنګ چې د اسلامی انقلاب ستر مشر امام خمينی(ره) فرمايلی وو: "د امريكې ايران سره اړيكه، د ليوه او بيزې ده او تر څو چې په امريكې كښې سړيتوب نه وی راغلی نو امريكې سره اړيكه به زمونږ په صلاح نه وی. نن د امريكې مشرانو دا وښوده چې هغه د صهيونيسټو، لويو شته منو او پيرنګيانو په لاس كښې قيدی ده"
د هيواد د امنيت د ملی شورا غړی وويل: دا كارونه لكه د اشغالګر رژيم په قدس باندې د قبضې حمايت، د سوریې په چارو كښې لاس وهل، د پيغمبر(ص) سپكاوې كول او له همجنس پرستو دفاع كول، د ماشومانو سقطول او د كورنی كلتور له منځه وړل د دې بنديز يوه څرګنده نښه ده، مسلمانان ازاد خلك دی او دا قيد نه شی قبلولی.
1112121
captcha