د العالم خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: محمدمشيمع د آزادۍ او ډيموكراسۍ د غوښتنه په موخه په مظاهرو كښې د ګډون كولو په وجه په اوه كاله قيد محكوم شو. دے له څۀ باندې يو كال راهيسې د آل خليفه په جيلونو كښې پروت وو.
دا په داسې حال كښې دی چې د بحرين خلكو پرون د شهيد علی نعمه جنازه وكړه. داسې ښكاری چې محمدمشيمع د آل خليفه د رژيم د تالی څټو تر سختو شكنجو لاندې شهيد شوے وی.
د آل خليفه ځواكونه علی نعمه د ډيموكراسۍ د برقراريدو د غوښتنې لپاره په سوله ايزو مظاهرو كښې د ګډون په وخت په ډزو وويشتۀ او شهيد ئې كړ او حتی خلك ئې د هغۀ جنازې ته هم پرې نښودل.
په بحرين كښې د سوله ايز انقلاب له پيل نه په بحرين كښې په لس هاؤ تنه ښځې، سړی او ماشومان د سعودی عرب د نيواكګرو او په آل خليفه پورې د وابسته ځواكونو په حملو كښې شهيدان شوی دی او په سل هاؤ تنه هم تل د بحرين د رژيم په جيلونو كښې پراته وی او بې حده شكنجه كیږی. 1111883