IQNA

كاظم صدبقی: لويدیځ او اسراييل هر دواړه د سيمې په ناكراريو كښې لاس لری

16:03 - October 12, 2012
د خبر لمبر: 2429971
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی وويل لويدیځ او صهونيسټ رژيم د مينځنی ختیځ سيمې د ناكراره كولو او د صهونيسټانو په وړاند ې د مقاومت د جبهې د كمزوری كولو لپآره په سيمې كې د جنګ د رامينځته كولو پسې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجة الاسلام كاظم صديقی په نننيو خطبو كې د تركیې او سورئې ترمينځ وروستيو تاؤتريخوالو او پوله ايزو شخړو ته په اشارې سره ټينګار وكړ ناټو موسسه او صهونيسټ رژيم هڅه كوی له سورئې جنګ ته د تركیې په كاږلو سره د سيمې د ناكراره كولو او د صهونيسټ رژيم د نيواكګريوپ وړاندې د مقاومت د جبهې په كمزوری كولو كې خپلې بلاغواړې موخې ترلاسه كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاظم صديقی د سورئې په ضد د تركیې د ملت د خپل حكومت له هر ډول پوځی اقدام سره په مخالفت كې د هغوی وروستيو پراخو اعتراضونو ته په اشارې سره زياته كړه د تركیې چاوراكی بايد په زغم سره له سورئې سره خپلې ستونزې د ډيپلوماټيكو لارو حل كړی او پخپل ګاونډی او دوست هيواد د تيريو لپاره دې له سيمه د ورآخوا قدرتونو په دوكو او لمسونو نه غولیږی.
ښاغلی حجةالاسلام صديقی د آل خليفه رژيم د ځپنو په وړاندې د بحرين د ملت د اعتراضونو او مظاهرو دوام ته په اشارې سره هم روښانه كړه ، داسې حكومت چې د خپلو خلكو دوژلو لپاره دعربستان په نيواكګرو پوځيانو او دلودیځ په مرستو تكيه كوی ،په ملت كې هیڅ ځای نه لری او بلاخره هم د بحرين د ملت د مقاومت په وړاندې په ماتې محكوم دی.
همدارنګ هغه په شمالی خراسان ولايت كې په دې باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وروستيو ويناؤ ته په اشارې سره چې د ايران ایټمی موضوع پراسلامی ايران د دباؤنو لپاره يوه پلمه ده زياته كړه د حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای كفايت او تدبيرونو تل د دښمنانو دسيسې شنډې كړی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په كولو سره چې دايران ملت په اته كلن تپلی جنګ كې ددنيا دخورا ماډرنو وسلو په مقابل كې په سرلوړۍ سره بريالی شو وويل ،دايران ملت به هیڅكله دښمنانوته دخپلو سرچينو او ګټو په خلاف دتيريو اجازه ورنكړی.
1117905

captcha