IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران اسلامی نظام د خلكو د ايمان به بركت يو باثباته نظام دے

19:34 - October 15, 2012
د خبر لمبر: 2432176
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ هر ملت چې آمنيت او سياسی ثبات ولری، دا فرصت مومی په بيلا بيلو ډګرونو كښې سترو بشری سياليو ته ننوځی او مخكښ شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ، د ايران د خراسان شمالی ولايت د شيروان د خلكو په ټول كښې، په هيواد كښې د بې ثباتيو پيداكول، د استكبار سياست وباله او ویې فرمايل ،د تيریګرو او زورويونكو قدرتمنو يو پلان دادی چې په هيوادونو كښې بې ثباتۍ پيدا كړی چې بيلګې یې په سيمه او دنړۍ په نورو هيوادونوكښې ليدل كیږی چې هر هيواد ته یې سترګی نيولی ، ددې لپاره چې په دغو سيمو خپله سلطه ټينګه كړی نو بې ثباتې یې پيدا كړی دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای زياته كړه دښمنان هڅه كوی په يوه هيواد كښې دننه يا د ګاونډيانو تر مينځ اختلافات او نښتې پيدا كړی ،څو په نظام كښې بې ثباتې پيدا شی او په نتيجه كښې د وسلو جوړونې كارخانې ، ځانګړې شركتونه او په لويدیځ واكمن اقتصادی عنصر ګټه ترلاسه كړی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په ايران كښې سولې او ثبات ته اشاره وكړه او ډاګينه یې كړه په دغه ډول شرايطو كښې د ايران اسلامی جمهموری نظام د خلكو د ايمان په بركت او د خلكو په بصيرت سره يو باثباته نظام واكمن شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ كه يو ملت آمنيت او سياسی ثبات ولری ،او د نظام د واكمنۍ ادارې آرامښت ولری، نو دغه ملت هم فرصت مومی په بيلا بيلو ډګرونوكښې سترو بشری سياليو ته ننوځی او مخكښ شی.
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای جوته كړه د يو هيواد لپاره د آمنيت او آرامښت د يوه ملت مهمه غوښتنه ده، كه يو ملت ګډوډ وی نو آرامښت نلری او دغه ډول يو هيواد په علم، اقتصاد، صعنت او ملی عزت كښې پرمخ ولاړ شی او خپل استعدادونه وغوړوی.
د رهبرۍ ستر مقام په ايران كښې د آرامښت او ثبات د ګډوډولو لپاره د اسلامی انقلاب د دښمنانو دری لسيزو هڅو ته اشاره وكړه، تپلی جنګ او قومی نښتې یې د دښمنانو دسيسې وبللی او زياته یې كړه تپلی جنګ نه يوازې د هيواد سوله او ثبات ګډوډ نه كړل، بلكه زمونږ د ملت اتحاد یې لا زيات كړ او د هر مذهب او قوم خلك سره متحد شول.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت د بيلګه بصيرت قدرونه وكړه او زياته یې كړه په دی دريوو لسيزو كښې هر چيرته چې خلكو ته مسؤليت متوجه شوی ،په غوره ډ‌ول یې ترسره كړی او دښمنان نه دی توانيدلی چې خلك سره بيل كړی.
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای زياته كړه د دښمنانو له درستو ګواښونو او بنديزونو سره سره د ايران ملت توانيدلی دی په بيلا بيلو ډګرونوكښې ځان وښيی او د ثبات په بركت خپلی توانمنۍ نورو ته وښيی او له بنديزو سره تاند او هڅاند دی.
1119978
captcha