IQNA

مهمانپرست: آژانس دې سوله ايزې ایټمی انرژۍ ته د ايران د ملت د بشپړ رسيدا زمينه برابره كړی

17:09 - December 11, 2012
د خبر لمبر: 2462189
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت دويندوی رامين مهمانپرست نن په تهران كې په خبری كنفرانس كې په تهران كې د ایټمی انرژۍ دنړيوال آژانس او اسلامی ايران د استاذو ترمنیځ د راتلونكی پنجشنبې ورځې كيدونكو خبرواترو ته په اشارې سره زياته كړه هڅه كیږی په دغو خبرو اترو كې د ايران د ایټمی پروګرام په باب د آژانس اندیښنې ختمې شی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمانپرست هم دا راز له اسلامی ايران سره د خبرواترو بيا پيليدا لپاره د ۵+۱ډلې د غړو هيوادونو چمتووالی ته په اشارې سره وويل تهران په ځلونو د خبرواترو د ترسره كيدا په باب چمتووالی ښودلی دی چې كه په دې باب كومه موافقه وشی، نو د خبرو اترو د وخت او ځای په باب به فيصله وكړی .
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په عين حال كې ټينګار وكړ د۵+۱ډلې غړو هيوادونه لازيات سياسی كړچار لری او خبرې اترې په حقوقی اوتخنيكی چوكاټ كې نه دی او كه دغو خبرواترو دغه ډول چوكاټ درلود، نو مسئلې به ډيرې زر حل شوی وائ .
هغه ټينګار وكړ په ملګرو ملتو كې د فلسطين دمنلو په باب هم وويل هرهغه اقدام چې فلسطين ته رواوالی د بخښنې سبب كیږی چې په درستې نړۍ كې ډير زيات كډوال لری اسلامی ايران ئې ملاتړ كوی .
د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندوی ايران ته د امريكا د مشرانو جرګې د ځينو استاذو د خبرداری په باب هم وويل ،مونږ هم ورته خبرداری وكوو دخپل هيوادپه كورنيو چارو دې غور وكړی او دنورو هيوادونو په داخلی چارو كې د لاسوهنې په ځای دې د ملتونو حقوقو ته د احترام په سترګه وګوری .
1151917
captcha