د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايت الله مجتبی تهرانی له وفات وروسته د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په يوه پيغام كښې د دغه ستر عالم مړينه د روحانيت ټولنې او علميه حوزې لپاره ستر نقصان وباله او د هغه كورنۍ ته یې تسليت ووايه .
د ايران د ستر مجتهد مجتبی تهرانی د جنازې مراسم چې نن سهار وفات شو سبا په تهران كښې ترسره كیږی او د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د دغه ستر عالم د جنازې په دستورو كښې ګډون كوی او د جنازې لمونځ هم ترسره كوی .
په عين حال كښې د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی د ايت الله تهرانی د وفات په مناسبت د تسليت په يوه پيغام كښې وويل له اوږدې ناروغۍ او كړاو څخه وروسته د دغه ستر شيعه مرجع، د اخلاقو د استاد او د ستر عالم وفات د شيعه مسلمانانو لپاره ستر نقصان او د خواشينې وړ دی .
ايت الله مجتبې تهرانی يو ستر عارف كس و او د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه ځانګړې شاګرد و.
1165340