IQNA

د پاكستان شيعه ؤ د هغوی د امنيت په تآمين كې د حكومت پر ناكامۍ نيوكه وكړه

20:46 - February 18, 2013
د خبر لمبر: 2498664
نړيواله ډله: د هزاره ديموكراتيك ګوند مرستيال عزيز هزاره پرون وويل د پاكستان حكومت له ترهګرو ډلو سره په مقابله كې د پاتې راتلو له امله مسئول دے.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پرس ټی وی یې نقلوی چې د هغه په وينا دا لومړئ ځل نه دے چې په پاكستان كې شيعه يان په نخښه كیږی بلكې په ځلونو دې ته ورته پیښې شوې خو حكومت د هغو د عاملانو په نيولو كې پاتې راغلے دے .

د يوه بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی بانكی مون هم په پاكستان كې د شيعه يانو په وژلو د اندیښنې په ښكاره كولو سره د ترهګرو له خوا د هغوی وژل په كلكه وغندل .

په كویټه كې پر شيعه يانو وروستی بريد كابو ۳۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله .

شيعه يان د پاكستان د ټول نفوس ۲۰ سلنه جوړوی .

1190785
captcha