IQNA

امامی كاشانی: آمنيت شورا چلندونو او كړچارونو نړيواله سوله بندون ته رسولی ده

16:19 - February 22, 2013
د خبر لمبر: 2500547
سياسی ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب ،د امريكا او د سيمې د ځينو واكمنانو له ملاتړو برخورو ترهه ګرو ډلود جنايتونو په هكله دنړيوالې ټولنې په چوپتيا نيوكه وكړه
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی،د مينځنی ختیځ د سيمې د بدلونونو په باب د نړيوالې ټولنې په دوه ګونې او كمزورې كړچار نيوكه وكړه او ویې ويل د ملګرو ملتو د آمنيت شورا په څير ارګانونه ،په عراق،سوريی،بحرين ،پاكستان او د نړۍ نورو سيمو كښې جنايتونه وينی، خو له لويدیځ او صهيونست رژيم دپيروۍ په دليل یې ،هڅكله د دغو جنايتونو د بندولو لپاره اقدام نه دی كړی .

ايت الله كاشانی دسوريی او پاكستان په شمول د اسلامی نړۍ په بيلا بيلو سيمو كښې ترهه ګر اقدامات وغندل او ویې ويل د دغو جنايتونو په وړاندې د آمنيت شورا او نورو نړيوالو ټولنو چوپتيا ،له امريكا او صهيونست رژيم سره ،چې د دغو جنايتونو اصلی عاملان دی،ملګرتيا ثابتوی .

د تهران د جمعی لمانځه خطيب زياته كړه ،د ملګرو ملتو آمنيت شورا او نړيوالې ټولنې چلندونو او كړچارونو نړيواله سوله بندون ته رسولی ده .

د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی وويل د سيمې واكمنان په هغو پيسو،وسلو او تبليغاتو سره چې په واك كښې یې لری ،هڅه كوی په سيمه كښې دآمريكا او صهيونست رژيم نقشې اجرا كړی ،خو هیڅكله به بريالی نه شی ،ځكه ټول یې په له مينځه تللو دی .

د تهران د جمعی لمانځه خطيب،د بحرين د خلكو پرضد د آل خليفه رژيم په جنايتونو هم نيوكه وكړه او ویې ويل د بحرين ولس به د مقاومت په دوام سره خپلو قانونی غوښتنو ته ورسیږی .

آيت الله امامی كاشانی په تيرو دريوو لسيزو كښې د ايران پرضد بنديزونو او ترورونو ته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران ملت په بيلا بيلو ډګرونوكښې په شتون سره د دښمنانو درستې دسيسې شنډې كړی دی .

هغه په سيمه كښې په اسلامی ویښتيا د اسلامی انقلاب اغيزو ته اشاره وكړه او ویې ويل

آيت الله امامی كاشانی زياته كړه،البته دښمنانان د دغه ویښتيا د ځپلو هڅې كوی او تل دسيسې جوړوی ،خو هیڅكله به بريالی نه شی ،ځكه دغه ویښتيا په پراخيدو ده .
1192984

captcha