IQNA

د اسلامی امت ترمنیځ درز او تفرقه رامينځةكول د صهونيسټانو يوه اصلی موخه ده

7:19 - February 28, 2013
د خبر لمبر: 2503693
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښو د حضرت ايت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای نن مازدیګر دپاكستان له ولسمشر آصف علی زرداری سره په كتنې كې دې ته په اشارې سره چې درز اوتفرقې رامينځةكول د صهونيسټانو يوه مسلمه موخه ده وويل په پاكستان كې مذهبی تاؤتريخوالی اووژلې واقعا ډيرې خواشنونكی دی او بايدپه چورلټ چلندسره ورته اجازه ورنكړل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای نن مازدیګر د پاكستان له ولسمشر آصف علی زرداری سره په كتنې كې دې ته په اشارې سره چې درز او تفرقې رامينځةكول د صهونيسټانو يوه مسلمه موخه ده وويل: داسلامی امت ډيرې ستونزې مصنوعی او د اسلام د دښمنانو له خوا پلان شوی دی او ټينګار ئې وكړ د اسلامی نړۍ د توانمنی، انسانی، طبيعی او جغرافيائی وړتياؤ احياءبه ددغو مشكلاتو په حل كې ډيرې اغيزې وشيندی

حضرت آيت ا... العظمی سيدعلی خامنه ای داسلامی هيوادونو اړيكو پياوړتيا او پراختيا دمسلمانو ملتونو دستونزو او مشكلاتو دحل دوهم مهم حل وباله او وې فرمائيل ، داسلامی امت ترمينځ داختلاف رامينځةكول دصهونيسټانو او نورو مستكبرانو يوه مسلمه اوپلان شوی موخه ده . دوی دايران اوپاكستان ورورولۍ اوزاړو اړيكوژورتيا،پراختيا او پياوړتيا ته په اشارې سره زياته كړه ،مونږ جدی اعتقادلرو چې ددوړو ه يوادونو بيخ بينائی ،سياسی ،ټولنيزې او امنيتی اړيكې بايد پياوړی شی

داسلامی انقلاب معظم لارښود دايران اوپاكستان دسولې پايپ لاين دتهران اسلام اباد دملګرتيا يو مهم مثال وباله او هغو مخالفتونو اودښمنيو ته په اشارې سره چې ددواړو هيوادونو داړيكو دپراختيا په وړاندې موجودې دی زياته كړه بايد له دغو مخالفتونو په چورلټ ډول تير شو .حضرت آيت ا... العظمی سيد علی خامنه ای همداراز دپاكستان پشمول دهرهيواد لپاره دانرژۍتل پاتې او تامينونكی سرچينې ته رسيدا داهمیّت په لومړنۍ درجې كې وبلله او وې وفرمايل په دغې سيمې كې اسلامی ايران دانرژۍ له تامينونكی سرچينې برخمن يوازنی هيواد دی او مونږ چمتو يو په دې زمينې كې دپآكستان ا ړتياپوره كړو

حضرت آيت ا... العظمی سيد علی خامنه ای په پاكستان كې دمذهبی اختلاف او درز رامينځةكيدا يو خطرناك بهرنی ويروس وباله او زياته ئې كړه په پاكستان كې مذهبی تاؤتريخوالی او وژلې واقعا ډيرې خواشنونكی دی او بايد په پريكنده چلند سره اجازه ورنكړل شی څو دغه سپيره بلا دپاكستان ملی وحدت اويووالی سره خراب كړی . دوی همداراز ددغې ستونزې دحل لپاره دپاكستان حكومت ته په ډادوركولو سره وويل هيله مند يو تاسو دپاكستان په پرمختګ او مذهبی او قومی وحدت پياوړتيا كې بريالی شئ

د پاكستان ولسمشر هم په دغې كتنې كې په دغې كتنې دخوشالۍ په څرګندولو سره ټينګار وكړ ددواړو هيوادونوداړيكو پراختيا ته ډيره زياته هيله لرو . پاكستان ولسمشر همداراز وويل دپاكستان او ايران داړيكو دپياوړتيا دمخنيوی لپاره دسيمه ايزو اونړيوالو لوبغاړو هڅې ماته خوړلې ده ځكه ملتونوياد كړې ده چې داسلام ددښمنانو په وړاندې څرنګه عمل كولی شی .آصف علی زرداری دداخلی جنګ رامينځةكول دپاكستان ددښمنانو نقشه وبلله او وې ويل دمشرانو او عالمانو ددعاګانو په سيوری كې به دغه ټوله ستونزې او مشكلات حل شی او داسلامی امت يووالی او وحدت هم ددغه ډول ستونزو اومشكلاتو يوازنی حل دی
1196321
captcha