IQNA

د ټول ايران د علميه حوزې طلباو په پاكستان كښې په جنايتونو اعتراض وكړ

20:47 - March 10, 2013
د خبر لمبر: 2509305
سياسی او ټولنيزه ډله: په پاكستان كښې د يو شمير معلومو ترهګرو ډلو لخوا د شيعه مسلمانانو په وژلې اعتراض كښې د ټول ايران بيا په تيره د قم او تهران د علميه حوزو د طلباو اعتراضيه غونډې ترسره كړې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په پاكستان كښې د لشكر جهنګوی، سپاه صحابه ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لخوا د شيعه مسلمانانو له بوږنونكی وژلې او د نړيوالو ټولنو له چپتيا وروسته د ايران سترو مذهبی علماو او د تقليد مراجعو په يوه اعتراضيه اقدام كښې پرون په خپلو علميه حوزو كښې د درس ټولګی چټی او تعطيل كړل.د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په پاكستان كښې د لشكر جهنګوی، سپاه صحابه ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لخوا د شيعه مسلمانانو له بوږنونكی وژلې او د نړيوالو ټولنو له چپتيا وروسته د ايران سترو مذهبی علماو او د تقليد مراجعو په يوه اعتراضيه اقدام كښې پرون په خپلو علميه حوزو كښې د درس ټولګی چټی او تعطيل كړل.
د تهران طلباو هم د ايران د نورو سيمو له طلباو سره يو ځاې نن سهار په مروی علميه مدرسې كښې مړه دې وی امريكا او مړ دې وی اسرائيل شعارونه وركړل.
د ويلو ده چې له تيرو څو كلونو راهسې د پاكستان په اكثرو سيمو كښې د يو شمير معلومو ترهګرو لخوا چې د سعودی عربستان، امريكا ، انګلستان په شمول د ځينو خارجی هيوادونو لخوا پوځی ملاتړ لری د شيعه مسلمانانو وژله روانه ده او ټول هيوادونه په تيره بيا ملګری ملتونه او نورې نړيوالې موسسې غلی ناستی دی او هیڅ اقدام نه كوی.
1201369
captcha