د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، دا څرګندونې د امريكا د بهرنيو چارو وزارات له خوا د ترهګرۍ په اړه په كلنی راپور كې شوې وې .
عراقچی وويل دا ډول څرګندونې د نړۍ له عمومی افكارو نه شی هيرولای چې امريكا د صهيونيزم له دولتی ترهګرۍ ملاتړ كوی
عراقچی وويل نړيوال به له ترهګرۍ سره د مقابلې تر پوښښ لاندې د امريكا په وحشيانه او غير انسانی كړنو سترګې پټی نه كړی په داسې حال كې چې اوس د نړۍ ټولو خلكو ته د امريكا اصلی څيره ښه مالومه شوې او د دې هيواد بې ځايه ادعاوو ته اهميت نه وركوی
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ويندوی په وينا ايران په نړۍ كې يو له هغو هيوادونو دئ چې د ترهګرۍ قربانی دئ او د منافقينو د جنايتونو مخينه لری خو له ترهګرو ډلو سره د امريكا تعامل هم په دقت څاری.
1237975