IQNA

ايت الله خامنه ای: د مسلمانانو اتحاد او وروروالۍ ټينګيدا، د حج يو ترټولو ښكاره درس دی

14:51 - October 14, 2013
د خبر لمبر: 2603936
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د توحيد په سيوره كښې د مسلمانانو اتحاد او وروروالی او دښمن پيژندل او د دښمن له پلانونو او رودو سره مقابله د اسلامی دنيا د ننيو سختو حالاتو لپاره اساسی درملنه او د حج يو ترټولو ښكاره درس دی.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د حج سترې غونډې ته په يوه(۱) پيغام كښې د مسلمانو ملتونو او د فلسطين د ژغورنې په شمول د اساسی مسايلو څنګ ته كولو او د اسلامی ویښتيا د شاته كولو او ځپلو لپاره د صهيونيزم جنايتكار چينل او نړيوال استكبار ټولې بشپړه هڅې ته په اشارې سره وفرمايل: د حج د موسم رارسيدل د اسلامی دنيا د كمزوريو د درملنې لپاره له معجزه ډك فرصت دی او كه چيرې د دغه فرصت په قدر پوه شو او په ښه ډول ترې استفاده وشی د اسلامی دنيا د ډيرو كمزوريو او تاوان رسيدا درملنه به وشی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای د حج پيغام بشپړه متن دا دی

بسم الله الرحمن الرحيم
والحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيد الانبياء والمرسلين و علی آله الطيبين وصحبه المنتجبين
د حج د موسم رارسيدل بايدد اسلامی امت لوی اختر وګڼو. هغه غنيمت فرصت چې هر كال یې دغه ارزښتمنې شيبې د نړۍ مسلمانانو ته ډالۍ كوی، يوه معجزه ګره كيميا ده چې كه په قدر یې پوه شو او هغه شان چې ښايی ورځنې كار واخلو د اسلامی نړۍ ډيرې ناروغۍ او كمزورۍ به درمل شی.
حج، د الهی فيض خوټيدونكی چينه ده . تاسو هر يو بختور حاجی اوس دا لوی سعادت لاسته راوړی چې د معنويت او مينې په دغه خړوبو اعمالو او مناسكو خپل زړه او روح ښه ووينځئ، او د رحمت ، عزت او طاقت له دغه سرچينې د خپل عمر لپاره توښه واخلئ د رحيم خدای په وړاندې خشوع او تسليم ، د مسلمانانوپه غاړه په ایښودل شويو دندو ژمنتوب، د دين او دنيا په كار كې حركت ، عمل او تاندوالی، له وروڼو سره په تعامل كې رحم او نرمښت ، د سختو پیښو په وړاندې پر ځان باور، په هر ځای او هر څيز كې د خدای مرستې ته هيله ، او لنډه دا چې د دغه الهی ښوونې او روزنې په ډګر كې د يو مسلمان په توګه د ځان جوړول او برابرول، هغه كارونه دی چې د ځان لپاره یې كولې شئ او په دغو
كاليو پسوللی او له دغو ذخيرو برخمن انسان ، خپل هيواد ، ولس او په نهايت كې اسلامی امت ته ډالۍ كولې شئ .
اسلامی امت نن تر هر څه زيات داسې انسانانو ته اړتيا لری چې فكر او عمل د ايمان ، مينې او اخلاص په څنګ كې او د كينه كښو دښمنانو په وړاندې دريدنه د معنوی او روحی خود سازۍ په څنګ كې برابره كړی . دا له هغو بوختو د مسلمانانو د سترې ټولنې د ژغورنې يوازينۍ لاره ده چې يا په ښكاره د دښمن له خوا او يا د ايمان ، بصيرت او هوډ د سستۍ په وجه له پخوا راهسې په هغو كې نښتی دی.
بې له شكه اوسنی پړاو، د مسلمانانو د بيدارۍ او د ځان پيژندلو پړاو دی ؛ له هغو چيلنجونو چې مسلمان هيوادونه ورسره لاس وګريوان دی په دغه حقيقت ښه پوهيدلی شو. په همدغه شرايطو كې ده چې په ايمان ، توكل ، بصيرت او تدبير ولاړه اراده او عزم مسلمان ولسونه په دغو ننګونو كې كاميابۍ او سرلوړۍ ته رسولی شی او دهغوی په برخليك كې عزت او كرامت ليكلی شی.
مقابل لوری چې د مسلمانانو ویښتيا او عزت نه زغمی په خپل ټول وس سره راميدان ته شوی او د مسلمانانو د كمزورولو، ځپلو او په ځان د اخته كولو لپاره له هر ډول امنيتی، نفسياتی، پوځی ، اقتصادی او تبليغاتی وسيلو استفاده كوی. د پاكستان او افغانستان په شان د اسيا د لويدیځ له هيوادونو نيولې ، بيا تر سوریې ، عراق ، فلسطين اود فارس خليج تر هيوادونو پورې او له ليبيا مصر او تيونسه نيولې تر سوډانه پورې د افريقا دشمال او ځينو نورو هيوادونو حالاتو ته كتنه ډير حقيقتونه روښانوی. كورنی جنګونه ، ړانده مذهبی او دينی تعصبونه، سياسی بې ثباتۍ ، د سخت زړو ترهه ګريو دودول ، د داسې افراطی ډلو او بهيرونو راڅرګنديدل چې د تاريخ د وحشی قامونو په شان د انسانانو سينه څيری او زړه یې په غاښونو چيچی؛ هغه وسلوال كسان چې ماشومان او ښځې وژنی ؛ له سړيو سرونه غوڅوی او پر ناموسونو تيری كوی ، او حتی په ځينو مواردو كې دغه شرموونكی او بوږنوونكی جنايتونه د دين په نامه او د دين تر بيرغ لاندې كوی ، دا ټول ، د پرديو د امنيتی ادارو ا او په سيمه كې دهغوی د ملګرو حكومتی ګوډاګيو د استكباری او شيطانی نقشو نتيجه ده چې د ځينو هيوادونو په داخل كې دغو نقشو ته په تيارو او برابرو زمينو كې ترسره كیږی او د ولسونو ورځ تياره او خوله ورتريخوی.
يقينا په دغه شان حالاتو كې دا تمه نه شو لرلی چې مسلمان هيوادونه خپلې مادی او معنوی تشی ډكې كړی او امينت، هوساينې، علمی پرمختګ او نړيوال قدرت ته چې د بيدارۍ او ځان پيژندنې بركتونه دی ورسیږی. دغه خواروونكی حالت اسلامی بيداری شنډولی او په اسلامی نړۍ كې پيدا شوی روحی چمتووالی ضايع كولی شی. او يو ځل بيا د اوږدو كلونو لپاره مسلمان ولسونه تمتيا، ګوښه والی او ځوړتيا ته كښولی شی او دهغوی مهمې مسالې لكه د فلسطين ژغورنه ، او د امريكا او صهيونزم له لاسوهنو د مسلمانو ولسونو ژغورنه د هيرې ګړنګ ته غورځولی شی.
د دغه ناروغيو آری او بنيادی درملنه په دوو ټكو كې بيانولی شو چې هر يو یې د حج يو ډير څرګند درس دی .
اول : د توحيد تر بيرغ لاندې د مسلمانانو اتحاد او ورور ولی.
دوهم: د دښمن پيژندنه او د هغه له طريقو او نقشو سره مقابله .
د ورورولۍ او همدلۍ د روح پياوړتيا د حج يو لوی سبق دی . دلته حتی له نورو سره شخړه او سپورې ستغې ويل هم منع دی. دلته ، يو شان جامه ، يو شان اعمال او يو شان حركات او مهربانه چلند، د هغو ټولو كسانو د برابرۍ او برادرۍ په معنا دی چې د توحيد پر دغه مركز عقيده من او هيله من دی. دا هر هغه فكر ، عقيدې او بلنې ته د اسلام جوت ځواب دی چې په كعبې او توحيد ځينې معتقد مسلمانان د اسلام له دايرې بهر وګڼی. تكفيری عناصر چې نن د غدارو صهيونيسټانو او د هغوی د لويدیځو ملاتړو د لاس لوبتكه ګرځيدلې او بوږنوونكی جنايتونه كوی او د بیګناهانو او مسلمانانو وينه تويوی او د ديندارۍ مدعيان او د روحانيت د جامې اغوستونكی هغه كسان چې د شيعه او سنی او داسې نورو فرقو د اختلافاتو اور ته پوكی وهی ، بايد پوه شی چې د حج مراسم دهغوی د ادعا باطلوونكی دی .
زه د ډيرو اسلامی عالمانو او د اسلامی امت د زړه سواندو په شان يو ځل بيا اعلان كوم چې هر عمل او خبره چې د مسلمانانو تر مينځ د اختلاف د اور د لمبه كيدو او يا د يوې مسلمانې ډلې د سپڅلتياوو دسپكاوی او يا ديو اسلامی مذهب د تكفير سبب شی د كفر او شرك د كيمپ خدمت او له اسلام سره خيانت او شرعا حرام دی .
د دښمن او دهغه د رودو پيژندل هم ، دوهم ركن دی . اول خو دا چې له كينه كښ دښمنه بايد غافله نه شو او هير یې نه كاندو او په حج كې د رمی جمرات ( د شيطانانو دويشتلو) د مراسمو بيا بيا كول د دغه يادونې سمبل دی . دوهمه دا چې د اصلی دښمن په پيژندنه كې چې نن سبا هماغه دنړيوال استكبار جبهه او د صهيونزم جنايتكار چينل دی ، خطا نه ده پكار ، او دريمه دا چې د دغه ميرڅمن دښمن په رودو چې دمسلمانانو ترمينځ د تفرقې اچول ، د سياسی او اخلاقی فساد دودول، نابغه او تكړه كسانو ته لالچ وركول يا یې ګواښل ، پر ولسونو د اقتصادی فشارونو راوړل اوپه اسلامی عقيدو كې د شكونو اچول دی ، بايد ځان ښه پوه كړو او له دې لارې دهغوی دانسته او يا نادانسته ګوډاګيان او عوامل ښه وپيژنو.
استكباری دولتونه او په سر كې یې امريكا د پراخو او پرمختللو رسندويی وسايلو په مټ خپله حقيقی څيره پټوی او د بشری حقوقو او ولسواكۍ د پلويتوب په ادعا سره د ولسونو د عامه افكارو په وړاندې له غولوونكو طريقو كار اخلی. دوی په داسې حال كې د ولسونو د حقوقو غوره وهی چې
مسلمان ولسونه ، هره ورځ تر پخوا زيات ددغه فتنو اور په خپلو بدنونو لمسوی . د فلسطين مظلوم ولس
ته يوه كتنه چې لسګونه كاله كیږی هره ورځ د صهيونيسټ رژيم او د هغه د ملاتړو د جنايتونو زخم په ځان زغمی ، يا افغانستان ، پاكستان او عراق ته يو نظر چې د استكبار او دهغه د سيمه ايزو ګوډاګيانو له سياستونو راولاړې شوې ترهه ګرۍ یې د ولسونو ژوند ورتريخ كړی ، يا سوريه چې د صهيونيسټ ضد مقاومت د ملاتړ په جرم ، د نړيوالو سلطه پالو او دهغوی د سيمه ايزو چاروالو د كينو او تربګنيو نښه ګرځيدلې او په خونړی كورنی جنګ اخته شوې ، يا بحرين او ميانمار چې په هر يو كې په يو ډول مسلمانان خوار او راګير دی او د دښمنانانو یې شا ټپول كیږی ، يا نور ولسونه چې د امريكا او اڼديوالانو له خوا یې بيا بيا په پوځی يرغل يا اقتصادی بنديز او دامنيت په خرابولو ګواښل كیږی ، دغو ټولو ته كتنه ، د سلطې د نظام د دغه سرغنو اصلی څيره ټولو ته برسېره كولی شی.
په ټولې اسلامی نړۍ كې سياسی ، كلتوری او دينی شخصيتونه بايد ځانونه د دغو حقايقو افشا كولو ته ژمن وګڼی. دا زمونږ د ټولو اخلاقی او دينی دنده ده . د افريقا د شمال هيوادونه چې په خواشينۍ سره نن له ژورو داخلی اختلافاتو سره مخامخ دی ، تر هر چا زيات بايد دغه دروند مسووليت يعنې د دښمن او دهغه دچلولونو او رودو پيژندلو ته پام وكړی ، په دغو هيوادونو كې د ملی بهيرونو تر مينځ د اختلافاتو دوام او د كورنی جنګ له خطره غفلت، هغه لوی خطر دی چې اسلامی امت یې تاوانونه دومره زر نه شی جبرانولی .
البته مونږ شك نه لرو چې دهغه سيمې پاڅيدلې ولسونه به چې اسلامی بيداری پكې راغلې ده، دخدای په حكم اجازه ورنه كړی چې د وخت ستنې شاته لاړې شی
او د فاسدو، پييلو او زورواكو چارواكو دروان يو ځل بيا راشی. خو په فتنه جوړولو كې د استكباری قدرتونو له رول او دهغوی له ويجاړوونكو دخالتونو غفلت به ددغه ولسونو كار ګران كړی او د عزت ، امنيت او هوساينې پړاو به كلونه كلونه شاته بوځی . مونږ د ولسونو په وس او هغه طاقت چې حكيم خدای د خلكو په عزم ، ايمان او بصيرت كې اچولی دی دزړه له تله باور لرو او هغه مو د ايران په اسلامی جمهوريت كې په تيرو كابو ديرشو كلونوكې د سر په سترګو ليدلی او په ټول وجود سره ازمويلی دی ؛ زمونږ هوډ او همت دا دی چې ټول مسلمان ولسونه په دې سرلوړی او نه ستړې كيدونكې هيواد كې د خپلو وروڼو تجربې ته راوبلو .
له لويه خدايه د مسلمانانو صلاح او د دښمنانو د چلولونو د غړولو دعا كوم او د خدای د كور تاسو ټولو حجيانو ته قبول حج ، د زړه او بدن سلامتيا او پريمانه معنوی ذخيره غواړم .
والسلام عليكم و رحمة الله
سيد علی خامنه ای.
د ۱۴۳۴ هجری قمری كال د ذی الحجې ۵ ، د ۱۳۹۲ كال د تلې د مياشتې نولسمه نیټه .
1302889
captcha