IQNA

د روسیه ژبه له ټولو زیات خرڅېدونکې قرآنی ژباړې باندې بندیز

9:05 - November 29, 2014
د خبر لمبر: 2612648
نړیواله ډله: د روس جنوبی ښار نووروسیسک (novorossiysk) محکمه حکم ورکولو سره د ټولو زیات خرڅېدونکې قرآنی ژباړه خرڅ باندې بندیز ولږولو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «kabyle» خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، دا حکم د محکمه له اړخه د افراطیانو سره مقابلې لپاره جوړ شوی قانون په اساس د روس جنوبی ښار نووروسیسک (novorossiysk) محکمه د جهادی آیتونو تفسیر او د افراطیانو مخنیوې له کبله ورکړی شوی.

د بشری حقوقو نه دفاع کوونکو اعلان کړی، دا حکم به د هیواد تر ګوټه ګوټه اجرا کېږی، او د دې حکم تایید نه پس په روس کښې به د قرآن به خرڅ مکمل بندیز ولږېږی.

د دې حکم سره د روسیه د مفتیانو شورا هم دخطرزنګ ټنګولې او د جمعه ۳۰ آبان باندې د روس ولس مشر ولادیمیر پوتین ته لېږلې لیک کې ګواښ ورکړی: د نووروسیسک (novorossiysk) ښار محکمه د حکم له کبله به په روس کښې نژادی کړکېچ سبب جوړېدلې شی.

دې شورا په خپل لیک کښې د آسیا او په افغانستان کښې موجود تاوتریخوالی د تری جونز له اړخه قرآن ته اور ورکول او د امریکه د کشیش حکم چې د ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۰ کښې ورکړی وو او د دې محکمه حکم ټول له یو بل سره تړلې کړی وګڼی.

د روس د مسلمانانو شورا مشر روشن ابیاسوف هم اعلان کړی: د روس مسلمانان دې حکم سره سخت خفګان کې دی، دې دینی لارښود تهدید وکړو: دې حکم سره نه یواځې په روس کښې بلکې په ټوله نړۍ کښې به خلک بلوا شی، ځکه چې دا د قرآن فنا کېدو خبره ده.

المیر کولیف وکیل د ټولو زیات خرڅېدونکې قرآنی ژباړه کوونکې، په دې حکم چې د قرآن ژباړه باندې په کې بندیز لږېدلې اعتراض وکړو.

دې وکیل تاکید وکړو: د نووروسیسک محکمه له یو اړخه د مذهبی ازادی او له بل اړخه په اساسی او اصل کتابونو باندې بندیز لږه وی.

ویلې کېږی چې د کولیف ژباړه لس کاله مخکېنی ده دا څېړنیز ژباړه وه او له احترام نه ډکه ده، د کولیف ژباړه د قرآن څلورو روسی ژباړو نه یوه ژباړه ده.

http://iqna.ir/fa/News/2612049

captcha