قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ِDailysabah ویب پاڼه نه په نقل، د اسلامی ارزښتمنه آثارو لویه مجموعه چې د تېر عثمانی باچا ابراهیم پاشا په کور کښې راټول شوی، دا موزیم ټول مرمت نه پس نندارتون ته پرانیستلې شو.
د شلم قرن په ابتدا کښې دا موزیم د اسلامی اصولو موزه په نوم د سلجوقی او عثمانی مهم اسلامی آثارو حفاظت او معرفی په هدف سره جوړه شوې وه.
نړیواله ړومبی جنګ کښې د عثمانیانو ګډون نه اووه ورځې مخکښې دا موزیم تر لری لری اسلامی آثار د جوماتونو، مزارونو او د نور مذهبی ځینو نه راټولو کښې کامیاب شوی وو، دې موزیم د خپل تاریخی عمارت دروازې کتونکو لپاره ۲۷ اپرېل ۱۹۱۴ باندې کولو کړی، د عثمانی حکومت سقوط سره نږدې ورځو کښې د دې موزیم نه مختلفه اسلامی آثار په غیر قانونی لاری بهر ته اړولی شوی.
نن دا موزیم خپل سل کاله پوره کېدلو سره خپله سل کلیزه جشن پیل کوی چې د ۴۵ زره نه زیات د اسلامی نړۍ آثار په کښې پراته دی.
د دې موزیم قېمتی او زړو اثرو نه د قرآن خطی نسخه ته چې د امویانو د حکومت له وخت سره مربوط ده او ورسره همدارنګه د اسناد دمشق په نوم باندې هغه قرآنی نسخو ته چې په ۱۹۱۷ کښې دې موزیم ته راوړې وو اشاره کولی شو،
ویلی کېږی چې د دې موزیم جوړولو کار په ۲۰۱۲ کښې شروع شوی وو او دې هفته کښې ختم شو.
http://iqna.ir/fa/News/2624816