قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، اسلامی نړیواله خبرونو اینا نه په نقل، په دې ملی کنفرانس کښې«نیکلای ملادینوف»، په عراق د ملګرو ملتونو سازمان استازی او د عراق حکومتی چارواکو لکه صالح المطلک، بهاء الدعرجی او د عراق د ړومبۍ وزیر دوه مرستیالو ګډون وکړ.
په دې کنفرانس کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله خوابدوونکى کاریکا تور خپرول او د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کولو سره د دینونو او مذهبونو ترمنځه خبری کولو او د کینې او ډله ډلبندی نه لری په مذهبی سوله او ملګرتیا باندې زور ورکړی شو د دې کنفرانس تقریرونو اساس هم دا خبری ګرځېدلی وې چې په دې کنفرانس کښې د مختلفو دینونو او مذهبونو سره اړیکې لرونکو پرې خبری وکړی.
همدارنګه د عراق سنی وقف مشر محمود الصمیدعی په دې کنفرانس کښې د اسلام په نوم باندې ترهګری او جنایت له دې پاک دین نه لری وګڼل او وې ویل: ترهګری یو شر دی او جنایات یی د ټولو دینونو او د عقل حد نه وتلی دی.
هغه ادامه کښې تاکید وکړو: مونږ که په هر مذهب او په هر دین یو باید په کار دې دا خطرناکه پېښه محکوم کړو، ځکه چې په مسلمانانو وار کول د ترهګرو اصلی هدف دی.
الصمیدعی په اخیره کښې د ټولو حکومتی، د بشری حقوقو او د ملګرو ملتو سازمان نه او د دینی مراجعو او سیاسی مشرانو نه غوښتنه وکړه چې د دینونو ترمنځه د کینه سیاست او د دینونو د مقدساتو توهین نه کولو په حقله یوه کړن لاره په لیک کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/2721515