قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تی آر تی ترکې نه په نقل، بوکوا د عربستان او د ځنې نورو هیوادونو یمن خلاف هوایزې حملې، زیاتی او تېری غبرګون په اړه دا بیان ورکړی.
د یونسکو د اجرایی قوې مشر تاکید کړی: د هیوادونو کلتوری میراث حفظ کول د ښاریانو هویت حفظ کولو، تاریخی شتمنې او کلتوری میراث د راروان سوله یز سبا لپاره ضروری دی.
بوکوا دې تاکید سره چې د یمن کلتوری میراث د سلګونو کالونو د اسلامی تفکر بیانوونکې دی زیاته کړه: مونږ له ټولو اړخونو نه او بیا په دغه ځواکی عملیاتو کښې ګډون کوونکې هیوادونو نه غوښتنه کوو چې د یمن کلتوری میراث حفظ کولو لپاره کوښښ وکړی.
سعودی عرب سره د یو شمېر عربی هیوادنو او د امریکا په مرسته د زیارت په ورځ د یمن په خاوره باندې برید کړی.
د سعودی د دغه هوایزه برید په نتیجه کښې چې په صنعا، پای تخت او د یمن په نورو سیمو یی الوتکو توغندې ویشتلې یو شمېر بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی.
دېرو هیوادنو لکه ایران، شام او روس دا حملې محکوم کړی دی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3050296