IQNA

د یمن عالمان: آل سعود نړیواله ټول قوانین او درناوی په څټ کړل

5:41 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304022
نړیواله ډله: د یمن مسلمانه عالمانو په یوه بیانیه کښې تاکید کړې: سعودی رژیم په یمن باندې حمله کښې د ژوند ټولې نښې خپل هدف ګرځولې او دې تجاوز سره یی ټول قوانین او درناوی په څټ کړل.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د سبأنت یمن رسمی خبرونو نه په نقل، د یمن مسلمانانو عالمانو په دې بیانیه کښې تاکید کړې: د آل سعود حملې ټول درناوی چې د ټولو آسمانی دینونو او الهی قوانینو، د بنسټیزه قانونونو او نړیواله تړونونو په څټ کړل.

د دې بیانیه په ادامه کښې د یمن او د دغه هیواد خلکو حالاتو ته اشارې سره راغلې: یمن باندې وحشی تجاوز، قتل او نسل وژنه، خرابی، لوږه، هوایی، ځمکې او سمندری محاصرو سره مخامخ دې.

د یمن عالمانو له ټولو مسلمانانو نه او په تېره د هغه هیوادونو مسلمانانو نه چې حاکمان یی له سعودی عرب سره په دې وحشی حملو کښې مرسته کوې غوښتنه کړی چې دې اقداماتو باندې اعتراض او خپل حکومتونو باندې د حملې بندولو زور را وړولو لپاره مظاهرې وکړی.

په دې بیانیه کښې د یمن د ولس له ټولو برخو نه غوښتنه شوې چې د دې حملو په مقابله کښې متحد شی او په یو صف کښې ودرېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3287513

captcha