IQNA

د چین شیان پوهنتون کښې په حجاب باندې بندیز

5:58 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304029
نړیواله ډله: د چین «شیان» ښار پوهنتون کښې مسلمانانو محصلانو باندې د پوهنتون په احاطه کښې حجاب لرلو باندې بندیز ولږېدو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «UCA News» خبرونو بنسټ نه په نقل، د شیان ښار شانکسی نرمال پوهنتون کښې په حجاب باندې د بندیز خبر ړومبی ځل تیره میاشته کښې خپور شوی وو.

هغه وخت ۹ مسلمانانو محصلانو ته ویلې شوی وو چې خپل حجاب لرې کړې.

د دې میاشتې په شروع کښې دې پوهنتون په رسمی توګه د اسلامی حجاب بندیز اعلان خپور کړې.

په حجاب باندې بندیز سره سره دې پوهنتون یو مسلمان محصل قرآن لوستلو سره له پوهنتون نه په غیر قانونی تبلیغ باندې متهم کړې وو.

لی چنزی د پوهنتون مقاماتو نه یو کس په مجازی فضا کښې د پوهنتون له اړخه په حجاب باندې د بندیز خبر خپرېدو سره په سایټ باندې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: مونږ د هغې(مسلمانانو) د مراسمو او کلتور قبوله وو خو ولی اجازت نه ورکوو چې په پوهنتون کښې دې محصلان دینی فعالیتونه ولرې.

د شی جین پینګ له ولسمشرې نه دوه کاله وړاندې د چین پوهنتون کښې دینی فعالیتونو باندې له دې نه زیاته سختې کړې وه خو ولې له دې نه وړاندې یی په حجاب باندې د بندیز اعلان نه وو کړې.

د چین زړو ښارونو کښې د شیان ښار شمېر کېږی، چې شانکسی ایالت کښې اباد دې او څو قومیزه ښار ګڼلې کېږی، تقریباْ ۵۰۰۰۰ هویی قوم مسلمانان په دې ښار کښې ژوند کوې چې ډېر د سړک په غاړه د دې ښار جومات سره آباد دې.

په اخیرنی کلونو کښې د چین په مسلمانانو باندې نیوکه زیاته وه، د سین کیانګ سیمه چې له ټولو زیاته د مسلمانانو سیمه ګڼلې کېږی کښې هم په مسلمانانو باندې عمومی ځایونو کښې اسلامی حجاب باندې بندیز لږېدلی.

د دې ښار مقاماتو خلکو کښې دې طرفه توجه ورکولو لپاره د نغدې پیسو انعام اېښودلې چې چینې له خپل مسلمانانو ګاونډی خبر ورکوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3296288

captcha