قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، د اندونیزیا او ایران ترمنځه د اړیکو او قرآنی پروګرامونو پراختیا لپاره اندونیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر حجت الله ابراهیمیان د اندونیزیا «اتحاد الاخوة للقراء و الحفاظ» انجمن مشر او د دین تېر وزیر عقیل منور سره لید کتنه وکړه.
عقیل منور په دې لید کښې د ایران کلتوری سازمان په هکله وویل: د قرآنی کلتور خپرولو په اړه باید ووایو چې د اندونیزیا په ځې ځې کښې د قرآن فعالیت کولو لپاره امکان وجود لرې او معمولا له نور هیوادونه قرآنی پروګرامونه کولو لپاره د اندونیزیا نه قاریان او حافظانو ته دعوت ورکوی.
هغه اندونیزیا کښې د محصلانو د قرآن سراسر مقابله پیل کولو ته اشارې سره ښکاره کړه: دا مقابلې به ۱۵۰ پوهنتونونو ګډون سره د اندونیزیا په UI پوهنتون کښې پیل کېږی چې غواړو دې مقابله کښې د ایران قرآنی فعالان هم دعوت کړو.
د اندونیزیا قاریانو او حافظانو سره د ایران همکاری
ادامه کښې د ایران کلتوری سازمان مشر تاکید وکړو: دې خبرې ته توجه سره چې په اندونیزیا کښې د قرآن فعالیت کولو لپاره امکان زیات دې د ایران کلتوری سازمان په دې کښې د لازمه همکاری ته د «اتحاد الاخوة للقراء و الحفاظ» انجمن سره تیار دی.
هغه په اخیره کښې څرګنده کړه: په ړومبی قدم کښې دا همکاری د اندونیزیا د قرآن قرائت ښوونکې استاد په شتون سره د قرآن کریم د لحن او صوت په خصوصی توګه ښوونې دورې پیل کول دی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3304204