IQNA

د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی:

اوبو کښې سرګردانه د میانمار مسلمانانو ژوند ته نجات ورکول اصلی ړومبی توب دی

3:41 - May 27, 2015
د خبر لمبر: 3308185
نړیواله ډله: هان کی مون، د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی اعلان کړې چې د جنوب شرق آسیا ابو کښې سرګردانه مهاجرانو ژوندون ته نجات ورکول چې د تاوتریخوالی او نیستی نه یی تېښته کړې اصلی ړومبی توب لری.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د «Ahram» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د ملګرو ملتونو سازمان څرګنده کړی چې هیله لرم چې د آسیا شرقی هیوادونه به راروانه هفته تایلند کې پیل کېدونکې کانفرانس کښې د دې پناه غوښتونکو مهاجرانو د مهاجرت کولو اصلی سبب باندې رڼا واچوه وې.

هغه همدارنګه وویل: داسې وخت کښې چې خلک ځان سین ته غورځی نو بیا مونږه دغه کسان چرته پیدا کړو او نجات ورکړو، او د هغې مرسته وکړو، چې دا زمونږ ړومبی توب دی.

هان کی مون چې اوس اوس د سیمې لارښودو سره یعنې له تایلند، مالیزیا او میانمار کتنه کړی او د میانمار د خلکو تښتېدو مسئلې باندې خبرې اترو غوښتنه کړی.

د هان کی مون اظهارات هغه وخت عنوان شوې چې د میانمار یو میلیون او ۳۰۰ زره د روهینګیا مسلمانانو ‏په هکله نړیواله فشار  زیات دې.

د ډېر زښتېینه او ځورونو نه د مسلمانانو نیستۍ ټولنه د میانمار د راخین ایالت نه د ګاونډ هیواد بنګله دېش ته مهاجرت کول هم یو اصلی دلیل دې.

هغه مسلمانان چې مالیزیا او اندونیزیا ته مهاجرت لپاره روانېږی د انسانی قاچاق کوونکو په لاسو د ظلم ښار کېږی.

هان کی مون د آسیا جنوبی شرقی هیوادونو نه غوښتنه وکړه چې مهاجران موندلو نه پس هغې بیا دغه خطرناکه حالاتو کښې پرېږ نه دی.

تایلند په ۸ خرداد باندې د سیمی د هیوادونو په بنکاک ښار کښې کوربه دې چې د روهینګیا مسلمانانو حالاتو ته کتنه وکړی.

http://iqna.ir/fa/News/3306688

captcha