قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بمبئی کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د هند مهار اشترا ایالت کانګریس مشران کوښښ کوې چې یو ځل بیا په مسلمانانو کښې خپل وړاندنی مقام ترلاسه کړی او د هغې رایې ځان ته کړی.
هم په دې اړه د مهار اشترا ایالت کانګریس څانګې مشر او د دې ګوند په بمبئی ښار کښې لارښود آشوک چووان، ګرانت رود سیمې(د بمبئی ښار جنوبی سیمه) مدرسه جامع قادریه اشرفیه کښې د مسلمان مفکرانو او پوهاندو سره کتنه کښې هغې سره بحث او خبری اترې وکړې.
آشوک چووان په خپلې وینا کښې د خپل تېرو کارونو او غلطو چې د مسلمانانو د دې ګوند نه د خفګان باعث شوی وو د پښیمانی اظهار وکړو.
ویاند په دې کتنه کښې د کانګریس ګوند ماتې او د مسلمانانو خفګان د دې ګوند تېر غلط پروګرامونه او سیاستونه وګڼل.
مسلمانان د کانګریس ګوند سنتی منونکې او د دې ګوند سنتی سیاست دی، ځکه چې اندېښنه لرې چې د هندوانو ګوندونه قدرت ترلاسه کولو سره به د هغې مقام به کمزوری کړی.
د مسلمانانو خفګان په نږدې کلونو کښې د کانګریس عملیات وو چې باعث شول په اخیرنی انتخاباتو کښې د مسلمانانو رایې «بی جی پی» واخلی او پرې ګټه ترلاسه کړی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3307123