IQNA

یمن باندې جنګ نه پس په اسلامی نړۍ کښې د عربستان د رتبې ټیټوالی

20:38 - May 31, 2015
د خبر لمبر: 3309796
بهرنې څانګه: پوهاند باوری دې چې عربستان سعودی په یمن باندې ناکامه حملې او په زرګونو یمنی کسان وژلو او هغې ته اقتصادی نقصان ورسولو سره ځان پسې خندا کړی او په اسلامی نړۍ کښې خپل مقام ترلاسه ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د غربی آسیا څانګه، د اسلامی نړۍ او نړیواله چارو پوهاند وایئ چې سعودی عربستان په یمن باندې ناکامه حملې او په زرګونو یمنی خلکو وژلو سره ځان پورې خندا کړی او په اسلامی نړۍ کښې خپل مقام ترلاسه ورکړی.

د نړیواله پوهاندو باوری دې چې عربستان هیڅ یو هدف چې په یمن باندې حملې نه مخکښې یی څرګنده کړی وو ترلاسه نکړو، او بیا یی له ناکامی یوه میاشته پس د یمن په ځمکه باندې هوایی حملې بندې کړی.

دا پوهاند د سعودی عرب له اړخه د هوایی حملو بندیز د عربستان داخلی ناکامی او د عربستان د مقاماتو ناکامېدل او د حوثیانو خلاف نړیواله ایتلاف جوړول غواړی.

ریاض په یمن باندې هوایی حملې کولو نه مخکې اعلان کړی وو چې دا حملې به د حوثیانو اسلحو نه مکمل پاکتیا او د یمن قدرت بېرته منصور هادی ترلاسه نکړی ادامه لرې. خو ولی اوس پوهاند دا باور لری چې دا جنګ هم د عربستان په تاوان تمام شوی.

د سعودی هدف دا وو چې حوثیان له اسلحې نه خالی کې، منصور هادی ته قدرت ورکړی او یو سم لوی حکومت جوړ کړی، خو ولی د یوې میاشتې عملیاتو عملا څرګنده کړه چې هیڅ  یو هدف یی عملی شوی نه دې، بلکې بر عکس په دې یوې میاشتې کښې حوثیانو د یمن نور مرکزونو باندې هم حملې کړی او په اوسنی وخت کښې تر ټولو مهم ځایونه هم د حوثیانو په اختیار کې دې.

یمن کښې اوسېدونکې سفیرانو خبریالو ته ویلې دې چې د سعودی حملو د جانی او مالی نقصان او د ځنې ښارونو ویجاړو نه علاوه بل څه نتیجه نه لری.

محمد ناطقی، د افغانستان د خلکو اسلامی یووالی او د سیاسی مسئلو پوهاند او ګوند مرستیال په دې اړه وویل: دا حملې سبب جوړې شوی چې عربستان خپل مقام په اسلامی هیوادو کښې له لاسه ورکړی او دا باعث شوی چې پخپله عربستان او د آل سعود حکومت بی له ملګرو ملتونو امنیتی شورا له فیصلې نه حمله کړی چې په ښکاره تجاوز ګڼلې کېږی.

هغه دا باور لری چې اکثره پروګرامونه امریکا او نور غربی هیوادونه په تېره انګلیس اسلامی هیوادونو کښې د سعودی پانګونه اچولو او پیسه لګولو سره جنګونه کوی. داعش هم د سعودی اسرائیل سره د نا جایزه بچې دې، دا ډله هم د سعودی په پیسو جوړ شوی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3307980

captcha