IQNA

د اندونیزیا د دینی چارو وزیر د قرآن قرائت سنتی نغمو کښې لوست سره موافقت

15:53 - July 01, 2015
د خبر لمبر: 3322152
خارجی څانګه: د اندونیزیا دینی چارو وزیر سره د مخالفته د اندونیزیا سنتی نغمو سره قرآن قرائت مسئلې کښې د خپل موافقت اعلان وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، اندونیزیا کښې د ایران خانه فرهنګ نه په نقل، د اندونیزیا دینی چارو وزیر لقمان حکیم سیف الدین وویل: زه د قرآن قرائت سره چې د اندونیزیا ولسمشر یز ماڼۍ د «اسراء معراج» مراسمو کښې د جاوه نغمې سره د قرآن لوستلو سره موافق یم.

لقمان حکیم سیف الدین زیاته کړه: د قرآن قرائت د جاوه لحن سره کولو هدف په دې هیواد کښې د اندونیزیا سنت حفظ کولو سره د دین اسلام خپرول دی.

هغه څرګنده کړه: د دین وزارت سره یو شمېر ماهر قاریان دې چې هغوی دا توان لری چې د قرآن آیتونه د جاوه، سوندایی، مادورایی او آچه لحن سره قرائت کړی او دا یو هنر دی.

یادښتونه: د اردیبهشت میاشتې په ۲۶ باندې د اندونیزیا یو قاری د دغه هیواد ولسمشر ماڼۍ  د «اسراء معراج» مراسمو کښې د جاوه نغمې لحن سره د سوره نجم اول نه تر پنځلسم آیتونو قرائت کړی وو.

په دې مراسمو کښې د اندونیزیا ولسمشر او یو شمېر د اسلامی هیوادونو سفیران او مقاماتو ګډون کړی وو، چې په کې اختلاف رامنځته شو.

حمد النوری، د اندونیزیا اسلامی تبلیغاتو شورا کښې د قرآن ښودو کارپوهه دارنګه د قرآن تلاوت کولو باندې د دین اسلام محوه کولو باندې حکومت تورن کړو.

هم په دې اړه یو کانفرانس « د اندونیزیا سنتی نغمو سره د قرآن تلاوت ته کتنه» پیل شو چې په کښې حجت الاسلام و المسلمین ربانی ایرانی استاد تقریر او د اندونیزیا خصوصی مېلمه په توګه شتون سره پیل شو.

استادانو او د قرآن کارپوهانو په دې کانفرانس کښې بحث او خبرې وکړې او هر یو خپل نظر وړاندې کړو.

ځینې استادانو د قرآن تلاوت په هر لحن او نغمه کښې خو چې تجوید او مخرج کښې اشتباه نه وې مجاز وګڼلو او ځینې استادانو د آیتونو او حدیثونو دلیل سره لکه د حضرت محمد صلیا الله علیه وآله حدیث چې په کښې فرمایلې: قرآن د عربی په لحن کې ولولی» د قرآن تلاوت غیر عربی لحن کښې لوستل غیر مجاز او حرام وټاکلو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3320825

captcha