IQNA

یادښتونه/ پروفیسر رادنی شکسپیر:

د قدس نړیواله ورځ د دې ځمکې د حتمی ازادی خبر ورکوی

15:17 - July 11, 2015
د خبر لمبر: 3326707
نړیواله ډله: د امام خمینی له اړخه د قدس نړیواله ورځ ټاکنه یواځې د هغې اخلاقی او حقوقی او د ښې راتلونکې هیله څرګندولو کښې نه خلاصه کېږی، بلکې د دې بیانیه اصلی اهمیت د قدس د حتمی ازادی خبر ورکول دی.


پروفیسر رادنی شکسپیر د انګلیس اقتصاد پوهه او سیاستوال د قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د قدس نړیواله ورځ په اړه خپل نظر وړاندې کړو:

«په دنیا کښې یو هیواد وجود لری چې په پوره اصولی توګه د فلسطینیانو له حقوق نه دفاع کوی او هغه هیواد ایران دی.»

ډېرو مواردو کښې دا هیواد په یواځې د اسرائیل په فلسطینیانو باندې ظلمونو په مقابله کښې ودرېږی. ورځ په ورځ د هغه خلکو شمېر کې اضافه کېږی چې د دې تاوتریخوالی ښوونکې او ځان خوښې رژیم نه ستومانه دی،  نو ځکه د دارنګه اقدامات لکه اړیکې شلول، تحریم او د اسرائیل نه انکار په ولسو کښې پرمختګ دی او په راروان وخت کښې به وینو چې ټوله نړۍ به له اسرائیل مخ واړه وې.

نو ځکه، د امام خمینی له اړخه د قدس نړیواله ورځ ټاکلو اهمیت یواځې د اخلاقی او حقوقی او د ښې راتلونکې هیله څرګندولو کښې نه خلاصه کېږی، بلکې د دې بیانیه اصلی اهمیت د قدس د حتمی ازادی خبر ورکول دی.

یو ورځ به بیت المقدس ازاد شی او مونږ به د امام خمینی منونکې یو چې مونږ ته یی د قدس د ازادی لار ښوده کړی.

پروفیسر رادنی شکسپیر د انګلیس د کمبریج پوهنتون نه فارغ التحصیل دی او اقتصاد پوهه، سیاستوال، د پوهنتون استاد، په سیاست او اقتصاد کتاب او د علمی رسالو لیکوال دی. شکسپیر ‍د دواړو اقتصادیو او د هر دوو سرمایه دار او ټولنپال نظامونو باندې نیوکه کوونکې لیکوالو ګڼلې کېږی، هغه همدارنګه یوه رساله« اووو قدمونه تر عدالت»  لری چې په ۲۰۰۳ کې خپره شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3325850

captcha