قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «News.AZ»خبرونو نه په نقل، د قرآنی کتابونو او هنری آثارو نندارتون، د قرآن موضوعاتو باندې انیمیشن او فلم خپرول او تقریرونه د دې جشنوزمه پروګرامونو نه دی.
روس کښې د ایران کلتوری مرکز د دې جشنوزمه پیل کولو کښې همکاری لری او دا قرآنی پروګرامونه به تر یوې هفته ادامه لری.
دې جشنوزمه کښې د مختلفو هیوادونو قزاقستان، ایران، جمهوری آذربایجان، تاجیکستان، ترکی او هند نه تقریر کوونکې، عالمان، هنرمندان او د قرآنی پوهانده دعوت شوی.
د روس د مسلمانانو شورا مشر روشن ابیاسوف وویل: دا جشنوزمه به اووه ورځې د ماسکو اسلامی کلتوری مرکز کې پیل کېږی.
دا جشنوزمه یوه نړیواله نندارتون د قرآن کریم علمی، کلتوری، هنری او تبلیغی آثارو سره پیل کېږی چې په کې د یاد شوی هیوادونو نه راغلی به د قرآن محصولات او آثار وړاندې کوی.
د دې جشنوزمه هدف د روس مسلمانانو کښې رحمانی پیغام او د قرآن کریم سره مینه زیاتول، د قرآن کلتور خپرول ټاکلې شوی.
د قرآن کریم فعالیت او ظرفیت په روس کښې او سره ګټه لرونکې هیوادونو کښې د جمهوری اسلامی ایران قرآنی ظرفیت او تجربه ننداره او اسلامی مؤسسات او فعال مسلمانان قرآن کریم ته ترغیب کول د دې جشنوزمه پروګرامونه دی.
د قرآن او ښکلې لیک نندارتون «قرآن د هنر په رڼا کې»
په دې جشنوزمه کښې د ګډون کوونکو هیوادونو قرآنی محصولاتو معرفی بل پروګرام هم شته چې هغه د اسلامی جامو دود او سینګار، قرآنی سافټ ویرو معرفی او د قرآن ښکلې لیک نندارتون د «قرآن د هنر په رڼا کې» په نوم پیل کېږی.
د تفسیر نور القرآن روسی ژباړه څرګندول
همدارنګه، د « د تفسیر نور القرآن روسی ژباړه» څرګندول، جمهوری اسلامی ایران قرآنی پوهنتون معرفی، د جامعة المصطفی قرآنی لوح معرفی، د قرآن کریم د حفظ، تجوید، ښکلې لیک او ... ښوونه دې جشنوزمه پروګرامونو کښې شامل دی.
د دې قرآنی نړیواله جشنوزمه پیل کولو کښې سره د ماسکو کلتوری – اسلامی مرکز، د جامعة المصطفی العالمیة ماسکو کښې استازی، د ماسکو اسلامی مطالعاتو بنسټ، د روس فدراسیون نه د باشقیرستان او تاتارستان مسلمانانو دینی ادارې شرکت لری.
مسلمانان به مختلفو هیوادونو کښې د رمضان میاشته کښې هر کال د قرآن مختلف پروګرامونه لکه قرآنی مقابلې، جشنوزمه او قرآنی دوری پیل کوی چې اسلامی ټولنه کښې د قرآن ښوونو ته ترویج ورکړی.
د روس مسلمانان چې زیات د قفقاز سیمه کښې استوګنه لری، تقریباْ د دغه هیواد ۱۵۰ ملیون نه تر ۲۰ ملیون پوری کسان دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3326401