IQNA

د الازهر پوهنتون مرستیال:

الازهر د هیڅ یو مسلمان تکفیر نه کوی / د «شیخ شلتوت» تاریخی فتوای ژوندی کولو ضرورت

0:30 - July 27, 2015
د خبر لمبر: 3335542
نړیواله ډله: د الازهر مرستیال عباس شومان تاکید کړی چې شیعه اسلامی مذهب دی، هغه د الازهر مخکېنی شیخ «شیخ شلتوت» د شیعیانو باره کښې فتوا ژوندی کولو ضرورت باندې تاکید وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «الوطن» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، عباس شومان د خبرونو دې رسنۍ سره مرکه کې وویل: د الازهر په دعوت باندې د شیعیانو دینی مراجع تعامل د الازهر لیدلو نه مختلف وو.

هغه ادامه کښې دا دعوت یو ضروری امر وګڼلو او وې ویل: شیعه مذهب د اسلامی مذهبونو نه یو اسلامی مذهب دې او شیعیان مسلمانان دی.

عباس شومان څرګنده کړه: الازهر د هیڅ یو مسلمان تکفیر نه کوی او دا اسلامی مرکز، امامیه او زیدیه شیعیان یو اسلامی رسمی مذهب ګڼې او د مهارتی نه تر ډاکټریټ پورې تراوسه ډېر شی څېړنې په دې موضوع باندې لیکلې شوی چې د الازهر کتابتون کښې موجود دی.

هغه زیاته کړه: دا حقیقت چې شیعیان د مسلمانانو یوه ډله ده د الازهر له ټولو عالمانو له اړخه قبول شوی او د شیخ احمد الطیب له اړخه د دې په تاکید کښې غونډه هم پیل کېږی.

شومان وویل: که د شیعه او سنی عالمانو تر منځه یوه غونډه پیل شی نو ډېر زیات مثبت نتایج به ترې واخیستلې شی، چې یو به ترې د تشیع د تکفیر تحریم وی.

شومان په ادامه کښې د شیعه او سنی ترمنځه غوڼده مثبت ارزیابی کړه او زیاته یی کړه: دا غونډه پیل کېدو سره به یو څو فایدې ترلاسه کړی چې ځنې دا دې، د شیعیانو د جان او مال حرامېدنه لکه د سنیانو د جان او مال حرامېدنه، د شیعیانو او سنیانو د یو بل خلاف ناروا ویلو حرامېدنه، سنی او شیعه مراجع به د صحابه او د پیغمبرانو صلی الله علیه و آله د ښځو احترام یو واجب او ضروری امر معرفی کړی، د بل مذهب اعتقاد باندې زور به حرام شی، د ټولو هیوادنو د ځمکو احترام، د یو بل ځمکو باندې برید به حرام شی، د ترهګرو او د افراطی ډلو او دې سره د مالی او بشری مرسته کول به محکوم شی، د یو بل سره خبری اترې زیاتولو او د اسلام خپرول یو دینی او مشترک قانون باندې به تاکید وشی.

شیخ محمد شلتوت، د الازهر مخکېنی شیخ په کال ۱۳۷۸ کښې د ۱۷ ربیع الاول د جعفری مکتب امام، امام صادق علیه اسلام د زوکړې اختر په ورځ د امامی او زیدی شیعه او د شافعی، حنبلی، مالکی، او حنفی مذهبی مشرانو په شتون کښې ډېر مېړنیتوب سره د اهل البیت علیهم السلام مدرسه نه د تقلید کولو د جواز فتوا ورکړه.

http://iqna.ir/fa/News/3332613

captcha