قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او فرهنګی سازمان اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، دا نندارتون د زیارت په ورځه د هند دینی اقلیتونو وزیر نجمه هبیتالله، د دهلی نو اسلامیه ملیه جامعه پوهنتون مشر طلعت احمد، هند کې د ایران سفیر انصاری او یو شمېر فرهنګی او هنری شخصیتونو په شتون کښې شروع شوی.
نجمه هبیتالله د دې نندارتون نه ننداره په وخت د کلتوری میراث نه حفاظت او د هغې نوې نسل ته انتقال په سبب دهلی کښې د ایران کلتوری سازمان نه قدر دانې وکړه او وې ویل: ښکلې لیک د اسلامی هنرونو کښې مهم دې او د نندارتون پیل کولو کې د ایران کلتوری فرهنګ او د اسلامی ملی پوهنتون مرسته د ستاینې وړ دی.
هند کې د ایران کلتوری سازمان مرستیال عالمی هم خبریالو ته مرکه کې د نندارتون مختلفو برخو او پروګرامونو په هکله تشریح ورکړه او وې ویل: دا نندارتون څلور برخې لرې د قرآن خطی ښکلې نسخې، هندوستان کې د ټولو نه د لوی قرآن ننداره چې ابعاد یی 6x5 مېټر دې، د قرآن کریم لیک نقاشی ننداره او د اسلامی پخوانی هنر او آثارو نقاشی نندارې ته وړاندې کوی.
هغه د دې نندارتون پیل کولو هدف د حقیقی اسلام معرفی نړیوالو ته وړاندې کول دی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3340348