IQNA

وروری یو الهی ورکړه ده/ باید اسلامی ولس له ډلې ډلبندۍ نه لری کړو

9:29 - October 11, 2015
د خبر لمبر: 3383929
نړیواله ډله: د اسلامی مذهبونو نږدیکیت نیړیواله ټولنه مشر دې بیان سره چی وروری یو الهی ورکړه ده، څرګنده کړه: دا زمونږ وظیفه ده چې هغه څه چی قرآن کریم د وروری په اړه څه وایئ د هغې نه پیروی وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی مذهبونو نږدیکیت نړیواله ټولنې ویب پاڼی نه په نقل، د پاکستان د عالمانو له د اسلامی مذهبونو نږدیکیت نړیواله ټولنې مشر «آیت الله شیخ محسن اراکی» سره کتنه د جمعه په ماښام د اسلام آباد ماریوت هوټل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د پاکستان یو شمېر نومیالی عالمانو لکه د پاکستان اسلامی پیوستون شورا مشر «ابوالخیر زبیر»، د پاکستان جماعت اسلامی مشر «لیاقت بلوچ»، د پاکستان اسلامی پیوستون شورا غږی «آصف قاضی»، د پاکستان اسلامی پیوستون شورا مرستیال ثاقب اکبر، د پاکستان اسلامی پیوستون شورا غړی خالد محمود عباس په کې ګډون وکړو.

آیت الله اراکی څرګنده کړه: د اسلام اساس په درې کلمو کې خلاصه کېږی او هغه د الله او د رسول معرفت، د الله او د رسول سره محبت او د الله او د رسول اطاعت.

هغه وویل: که دا دری معرفت، محبت او اطاعت په یوه ټولنه کې پیدا شول نو یو اسلامی ټولنه په جوړه شی چې دا ټولنه یو پلار لری او نور ټول به سره خپلو کې روڼه وی یعنې که د الله او رسول سره محبت، معرفت او اطاعت په وجود کې راوستل نو دا ټولنه به «اخوة المومنین» ټولنه وی.

آیت الله اراکی دې بیان ته اشارې سره چې د مومن د روح او نفس د یو فرمان لاندې جوړ شوی څرګنده کړه: د هر چا عمل د یو خدای حکم سره دی چې دغه خدا هوا دی او یا الله، نو که دا حکم د الله وې، نو مومن کې د یووالی نفس پیدا کوی چې دا نفس د رسول الله له امر نه دی.

آیت الله اراکی څرګنده کړه: هغه څه چې اسلامی مذهبونو نږدیکیت نیړیواله ټولنه هغې ته خلک دعوت کوې هغه زمونږ د الله او د هغه رسول صلی الله علیه و آله ته را ګرځېدل دی.

د اسلامی مذهبونو نږدیکیت نیړیواله ټولنه مشر دې بیان سره چې وروری یو الهی ورکړه ده وویل: دا زمونږ وظیفه ده چې هغه څه چی قرآن کریم د وروری په اړه څه وایئ د هغې نه پیروی وکړو.

آیت الله اراکی وویل: پاکستان یو لوی هیواد دې او د دې هیواد عالمان کولی شی چې د اسلامی ولس ترمنځه د وحدت او نږدیکیت لپاره لوی لوی کارونه وکړی.

د نږدیکیت نړیواله ټولنې مشر تاکید وکړو: ولی باید د اسلامی هیوادونو ستونزې هوارولو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله ټولنه رامنځته شی، اسلامی هیوادونه باید تر خپل منځه خپل ستونزې هوارې کړی، او د دې ستونزو هوارولو لپاره یو غونډه جوړه کړی.

هغه په اخیره کې تاکید وکړو: نږدیکیت نړیواله ټولنه تیاره ده چې پاکستان کې د پاکستان اسلامی پیوستون شورا او نورو ټولنو سره د وحدت او نږدیکیت په اړه همکاری وکړی.

د غونډی په ادامه کې نورو عالمانو هم د نږدیکیت او وحدت لارې او ضرورت باندې خبر وکړی.

http://iqna.ir/fa/News/3383422

captcha