IQNA

د ملګرو ملتونو سازمان له آیت الله سیستانی نه نمانځنه

5:17 - November 04, 2015
د خبر لمبر: 3443213
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو سازمان له اړخه د عراق چارو مشر آیت الله سیستانی سره کتنه کې د دې سازمان کارونو په اړه د هغوی ارزښتمنه بیانونو باندې د هغوی نه مننه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د almadapaper بنسټ نه په نقل، یان کوییچ په دې کتنه کې د عراق د حالاتو او د په دغه وخت کې د ملګرو ملتونو له اړخه د دغه هیواد خلکو سره مرستی په اړه خبری اتری وکړی.

هغه له دې کتنې نه پۍ خبری کنفرانس کې وویل: د عراق شیعیانو مرجع سره کتنه کې مونږ د دغه هیواد خلکو ته د ملګرو ملتونو له اړخه مرسته رسولو او د دغه هیواد بهبود لپاره کار کولو په اړه خبری وکړی.

یان کویچ په ادامه کې وویل: د آیت الله سیستانی د خبرو او دهغوی نصیحتونو په اړه د ملګرو ملتونو له اړخه هغوی نه مننه او قدردانې وکړه.

کوییچ زیاته کړه: د نجف اواز یو خاص ډلی سره تړلی نه دی بلکه دا ټولو سره تړلی دی او د ملګرو ملتونو لپاره مهم دا دی چې دا اواز ووری.

هغه همدارنګه زیاته کړه: عراق نن دا داعش غونډی ستونزو سره مخامخ دی او امنیتی ځواکونه، مجاهیدین او نور هغه خلک چې د هیواد نه دفاع کې مهم کار کوی دی ستونزو سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه: په دې کتنه کې د عدالت په هکله او لوټ شوی مال واپس کېدو او اصلاحاتو باندی تاکید وشو او د ځنی سیاستوالو او غړو او ملګرو ملتونو سازمان له اړخه عراق کې شوی اصلاحاتو نه حمایت په اړه خبری وشوی.

یان کوییچ د ګداوالو ستونزو ته اشاری سره وویل: آیت الله سیستانی سره مو په دې اړه هم خبری شوی، د یخنۍ موسم شروع شوی او مونږ تقریبا ۳ میلیونه ګډوال لرو او ضروری ده چې د عراق حکومت او د ملګری ملتونو سازمان دغه خلکو سره مرسته وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3433392

captcha