IQNA

د اندونیزیا پوهنتون الهیاتو پوهنځی مشر:

د امام خمینی پېژندنه د یو قرآن مفسر په عنوان ضرورت دی

2:50 - November 06, 2015
د خبر لمبر: 3443877
نړیواله ډله: د امام خمینی آثارو لوستل نه معلومېږی چې هغوی د قرآن یو لوی مفسر، فیلسوف او د اسلام ستر حامی وو، نو باید د امام شخصیت نور زیات وپېژندلی شی.


د اندونیزیا «باندونګ» ښار کې «سونان گونونگ‌جاتی» اسلامی پوهنتون الهیاتو پوهنځې مشر راسخان انوار قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې وویل: امام خمینی مونږ ته راوښودل چې څه رنګه قرآن مونږ ښو اړخ ته بیایی.

هغه چې نړیواله کانفرانس «د امام خمینی قرآنی فکر او ژوند» کې ګډون لپاره ایران ته راغلې وو، زیاته کړه: امام خمینی مونږ ته ښودنه وکړه چې څرنګه قرآن یوه ټولنه د ښو اړخ ته بیایی او انسان ته شرافت ورکوی.

راسخان انوار څرګنده کړه: د اسلامی سترو شخصیتونو لکه د امام خمینی غوندې شخصیتونو په اړه کانفرانس پیل کول مونږ لپاره زیات ارزښت لری او بیا امام خمینی سره د خلکو پېژنتیا خلکو ته د قرآن نه د پیروی لارې ښودنه کوی.

راسخان انوار چې د قرآن او تفسیر په اړه یی زدکړه کړی او د ډاکټریټ رساله یی د علامه طباطبایی قرآن تفسیر کې څیړنه عنوان لری هغه د امام سره د پېژندلو په اړه وویل: د امام خمینی او د علامه طباطبایی ترمنځه چې کوم نږدی اړیکې دی له هغې سببه زه امام خمینی سره اشنا شوم.

هغه تاکید وکړو: امام خمینی یو ستر پوهانده وو چې باید زیات پېژندلې شوی وی.

http://iqna.ir/fa/News/3438843

captcha