IQNA

د لبنان جعفري فقه مفتی: له موجود بحران نه وتل بې له «شیطان» لرې کولو ممکنه نه ده

9:05 - January 09, 2016
د خبر لمبر: 3479750
نړیواله ډله: د لبنان جعفري فقه مفتی د آل سعود له اړخه د شیخ نمر پانسی ته اشارې سره وویل: مونږ اوس یو لوی بحران سره مخامخ یو او له دې نه وتل بې له شیطان لرې کولو ممکنه نه دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لبنانی ورځپاڼې «النهار» نه په نقل، شیخ احمد قبلان یو تقریر کې چې د شیخ نمر باقر النمر لمانځلو په مراسمو کې چې د لبنان شیعیانو اسلامی غونډې له اړخه د بیروت ملي وحدت ستر سالون کې پیل شو. وویل: مونږ اوس یو لوی بحران سره مخامخ یو او له دې نه وتل بې له شیطان لرې کولو چې ورځ تر ورځ د فتنه اور ته لمن وهې، ممکنه نه دی.

شیخ قبلان د رژیم سعودی اقداماتو ته اشارې سره وویل: د فتنه نه ډکې خبرې، د اړیکو پرېکولو دعوت، فرقه پالنې ته وده ورکول او ځواکي ایتلاف جوړول یو معنا لري او هغه په بحران جوړول دي د هغه کسانو له اړخه چې په شام، عراق او یمن کې یی فتنه جوړه کړي.

هغه د حوزه علمیه قم ، نجف او همدارنګه الازهر اسلامی مرکز او له ټولې اسلامی نړۍ دینی مراجعو ته وویل: اسلامی مرکزونه باید د دې کسانو پروګرامونو چې د شیعه او سنی ترمنځه فرقه او جګړه اچولو کوښښ کوي مخنیوې وکړي او هوښیار وسي.

شیخ قبلان ادامه کې وویل: د رژیم ډېر زیاتې ګټې د شیعه او سنی ترمنځه جنګ پورې تړلې خو مونږ نباید دا اجازت ورکړو چې دا مسئله را منځ ته شي.

د لبنان جعفري فقه مفتی په اخیره کې تاکید وکړو: زمونږ د الازهر او د شیعه او سنی مراجعو نه دا ده چې د مذهبی جنګونو مخنیوې وکړي ځکه چې د رژیم صهیونیست او د غربی هیوادونو ماتې د نړۍ د مسلمانانو وحدت کې ده.

http://iqna.ir/fa/news/3465476


captcha