IQNA

الازهر یو ځل بیا د ډله ډلبندۍ ډول وهل شروع کړل / برېتانیا کې د شیعه مرکزونو وجود په اړه ګواښ

8:07 - January 10, 2016
د خبر لمبر: 3479756
نړیواله ډله: سره د دې چې اروپایی هیوادونو کې ډېر مرکزونه موجود دې چې د رژیم سعودی مالی حمایت سره د وهابیت فکر خپرونه کوي، د الازهر مرکز د ډله ډلبندۍ او یو اړخیزه راپور کې د برېتانیا او په تېره بیا لندن کې ۷۰ شیعي مرکزونو په اړه ګواښ ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الیوم السابع» خبرونو بنسټ نه په نقل، نن پر ټولو باندې دا خبر واضح او څرګنده ده چې د اروپا هیوادونو کې هغه ډېر نوی مسلمانان شوي کسان چې له داعش او نورو ترهګرو تکفیري ډلو ته جذب کېږي د عربستان سره تړلې مرکزونو کې روزنې وینې، چې دا وهابیت د عقیدې خپرونې کوي، خو ولی د الازهر مرکز یو راپور کې برېتانیا کې ۷۰ شیعه مرکزونو چې زیات یی لندن کې دي ګواښ ورکړي دي، سره د دې چې برېتانیا کې د شیعه مرکزونو او انجمنونو کار مذهبی ښودنې وې او هیڅ قسمه ډله ډلبندي فعالیت نه لري.

د الازهر مرکز څارنځۍ په راپور کې راغلې: سره د دې برېتانیا کې شیعیان ۷۰ مرکزونه او موسسې په اختیار کې لري چې په دغه هیواد کې د مسلمانان شمېر ۲.۸ کسان دي چې په هغې کې سلو کې 5 کسان شیعه دي او نور ټول اهل سنت دي.

دې څارنځۍ په راپور کې لیکلې: د ۲۰۱۱ کال د شمېري په اساس، مسلمانان د برېتانیا ۴.۵٪ ولس ته شامل وو او دې شمېري ته کتنې سره د برېتانیا دویم لوي دین اسلام شمېرلې کېږي، همدارنګه اسلام په برېتانیا کې یو مهم دین دي چې پرمختګ کوي، او د پاکستان او بنګالی مسلمانانو له ټولو نه زیات شمېر په دغه هیواد کې استوګنه لري.

د دې راپور په اساس، برېتانیا کې ۱۲ امامي شیعیان، زیدیه او اسماعیلیه استوګنه لري چې شمېر یی ۴۰۰ زره کسانو ته رسېږي، چې د ایران، عراق، پاکستان او ترکې نه برېتانیا ته راغلي.

«الحسیني» اسلامی مرکز؛ برېتانیا کې له ټولو ستر جومات شیعیانو سره تړون لري

د دې راپور ادامه کې د برېتانیا شیعیانو مرکزونو او حسینيه ته اشارې سره لیکې: اسلامی مرکز «الحسیني» چې د لندن «استانمور» سیمه کې واقع دي او د لندن تر ټولو لوی جومات دي شیعیانو سره تړون لري او د اسلامی مرکزونو نه یو مهم مرکز دی چې د اهل بیت علیهم اسلام منونکو سره تړون لري.

د الازهر مرکز څارنځۍ اعلان کړي: د شیعیانو مرکزونه او حسینيه په برېتانیا کې زیاتېږي او دې کې د مانچسټر ښار کې دار الاسلام موسسه ته اشاره کولې شو چې د جمعه لمونځ، د ځوانانو لپاره پروګرامونه، د اهل بیت علیهم السلام د کلیزې ورځو پروګرامونه، د شب قدر مراسم او د رمضان میاشته کې د روژه ماتې پروګرامونو کې فعالیت کوي.

په ادامه کې برېتانیا کې موجود د شیعیانو مرکزونو ته اشاره شوی او لیکلې: نړیواله اسلامی انجمن «اهل بیت(علیه اسلام)» لندن کې، کلتوري مرکز «اهل بیت(علیهم السلام)»، د امامیه چارو نړیواله شورای، مؤسسه احیای میراث «آل بیت(علیهم السلامچې ښځو لپاره فقهی دورې پیل کوې، د نجلۍ دینی مدرسه «آل بیت(علیهم السلام)»، اسلامی مرکز «امام خوئی» د بریتانیا «سوانسی» ښار کې، «الرسول الاعظم(صلی الله علیه و آلهحسینيه، «المسلم» مؤسسه او دائرةالمعارف حسینی مرکز چې د امام حسین علیه السلام په اړه ۵۰۰ ټوکه قاموس باندې کار کوي، د برېتانیا شیعه مرکزونه دي.

د راپور ادامه کې راغلی: لندن کې اسلامی ښودو موسسه چې محصلانو ته ښودو باندې تمرکز لري او ښودو دورې هم پیل کوي، اسلامی نړیواله انجمن، الحیدری اسلامی مرکز، «اهل بیت علیهم السلام» نړیواله اتحادیه، «امام علی علیه السلام» موسسه، «اهل بیت علیهم السلام» نړیواله اسلامی انجمن له نورو شیعه فعال مرکزونو نه دي چې برېتانیا کې شتون لري.

دې څارنځۍ په لندن کې د محرم الحرام میاشتې پروګرامونو ته اشارې سره لیکلې: هر کال د محرم الحرام په لسمه میاشته باندې د امام حسین علیه السلام د عزادارو له اړخه په لندن کې د تورو بېرغونو سره لاریون پیل کوي او عزاداري کوی.

څارنځۍ په اخیره کې ادعا کړې چې دې وخت د شیعه او سنی مسلمانانو ترمنځه په برېتانیا کې اړیکې مطلوب نه دي او نن ډېري مقالې د مجادله او نفرت موضوعاتو باندې د اهل سنت او د شیعیانو ترمنځه په تېره د شام او عراق بحران نه پس لیکلې کېږي.

دې مرکز دا ادعا چې برېتانیا کې دې وخت د شیعه او سنی مسلمانانو ترمنځه اړیکې مطلوب نه دي داسې وخت کړي چې د اروپا هیوادونو کې مسلمانان د یو بل دینی مراسمو کې سره یوځای پروګرامونه پیل کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3465857


captcha