IQNA

عمر البشیر: د ننني کړکېچنو حالاتو او د نړۍ ستونزو حللاره قرآن دي.

11:00 - January 19, 2016
د خبر لمبر: 3479782
نړیواله ډله: د سوډان ولسمشر وویل: د ننني کړکېچنو حالاتو او د نړۍ ستونزو حللارې قرآن کریم او د هغې ښودنې دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د السوډان خبرونو نه په نقل، عمر البشیر تېره شپه، د سوډان «جایزه خارطوم» د دې هیواد د قرآن کریم نړیواله مقابلو اوومې دورې په پایی کې تقریر وکړو.

هغه وویل: قرآن کریم او د دغه سپېځلې کتاب حللارې د ننني نړۍ د ټولو ستونزو لکه د ظلم، مرګونو او کړکېچو حللارې دي.

عمر البشیر زیاته کړه: د قرآن کریم په احکامو باندې عمل د قدس او د اسلامی ولس د اتحاد لاره ده.

د سوډان ولسمشر د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد او د یووالی غوښتنه وکړه او وې ویل: ننني استعمار د قرآن نه د مسلمانانو لري ساتلو لپاره هیلې ځلی کوي.

یادښتونه: د سوډان قرآن نړیواله اوومه دوره چې په حفظ، تجوید او تفسیر کې پیل شوه د دی میاشتې ۱۶ تاریخ باندې په حارطوم کې شروع شوه او تېره شپه پایی ته ورسېده.

د ایران له اړخه د ټول قرآن کریم حافظ علی اسدی صیفار، د جمهوری اسلامی ایران له اړخه په دې مقابلو کې ګډون کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3467472

captcha