سياسي ډله: د اسلامی انقلاب لارښود د ایټمی خبرواترو د پاې په اړه د ایران د ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د لیک په ځواب کې د ملت د مقاومت او خبرو اتروکونکیو د هلوځلو په وړاندې د مقابلو لورو په شاتګ خوشحالی څرګنده کړه او د ایټمی خبرو اترو د درستو چاروالو قدرونه وکړه او ولسمشر ته یی په پنځه مهم نکتو باندې تاکید وکړو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رهبرۍ ستر مقام له دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د لیک په ځواب کې د ملت د مقاومت او خبرو اترو کونکیو د هلوځلو په وړاندې د مقابلو لورو په شاتګ خوشحالی څرګنده کړه او د ایټمی خبرو اترو د درستو چاروالو قدرونه وکړه او ولسمشر ته یی په پنځه مهم نکتو باندې تاکید وکړو.
د اسلامی انقلاب لارښود د لیک متن:
بسمالله الرحمن الرحيم
ښاغلې ډاکټر روحانی
محترم ولسمشر
سلامونه او تحیت،
د ایران ملت د دغه ظلم او زیاتي نه ډک پایکټونو په مقابله کې د مقاومت او د ایټمی خبرو اترو کوونکیو د هیلوځلو په وړاندې د مقابلو لورو او د ځنې هغه هیوادونو چې د ایران ولس سره په دښمنۍ کې شهرت لري په شاتګ مجبورولو او د د بایکاټونو لغوه کیدا باندې خوشحالې څرګندوم او د عالي جناب او د خبرو اترو کوونکیو او پخپله وزیر صیب ته او له ټولو هلیو ځلو کوونکو نه مننه کوم، او عالي جناب دې څو خبرو ته پام کوم چې:
ړومبۍ دا چې: خیال دې وشی چی مقابل لوری خپلې ژمنې په بشپړه ترسره کړی . په دغو دو ، دریو ورځو کې د ځینو امریکایی سیاستوالانو څرګندونې په بشپړه د بدګمانۍ سبب دی .
دویم: درستو دولتی مسولانو ته وویل شی د ایران د اقتصادی مشکلاتو اوارې د مقاومتی اقتصاد په لړ کې په ټولو برخو کې د بې ځنډه او عاقلانه هلو ځلو کې دی او د بایکاټونو لغوه کیدا په یوازې سر د هیواد په اقتصاد او خلکو په معیشت کې د ګشایش لپاره کافی ندی .
دریم: په تبلیغاتو کې توجه وشی چی د هغه څه په وړاندې چی په دې معامله کې ترلاسه شوی ، درنده لګښتونه ورکړل شوی ، زیاته کړه هغه لیکنې او وینې چی هڅه کوی په دغه حقیقت سترګې پټې کړی او ځان د لویدیځ لوری منندوی وښی ، د ملت له عمومی افکارو سره صادقانه چلند نه کوی .
څلورم: استکبار او زور ویونکی جبهې په وړاندې همدغه اندازه بریا هم د مقاومت او دریدا له امله ترلاسه شوی ده او دا باید په اسلامی جمهوریت کې د ټولو پیښو لپاره ستر درس وبلل شی .
پینځم: یو ځله بیا تاکید کوم چې د هیواد د مسولانو لپاره د بریالیتوب د ارزو په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار وکړ په دغه او نورو مسلو کې د استکباری دولتونو په تیره بیا د امریکا له خدعه او خلاف ورزی غفلت ونشی .
د عالي جناب او د هیواد نورو مسؤولانو لپاره د الله نه
سید علی خامنه ای
۲۹ دی ۹۴