IQNA

الازهر خپل شکایت د قرآن سپکاوي کوونکې خلاف بېرته واخیستو

0:03 - January 24, 2016
د خبر لمبر: 3479801
نړیواله ډله: شیخ الازهر د شعبان عبدالرحیم خلاف د قرآن سپکاوې کولو او د دینونو اهانت کولو تهمت بېرته واخیستو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «روسیا الیوم» خبرونو نه په نقل، شیخ الازهر احمد الطیب، د شعبان عبدالرحیم د مصر مشهور سندرغاړی «شعبولا» باندې لږولې تورن چې د دینونو سپکاوې کړي او قرآن پورې خندا کړي بېرته واخیستو.

شیخ الازهر احمد الطیب، د شعبولا بښنې غوښتلو نه پس د دغه مرکز حقوقي مرستیال د شکایت بېرته اخیستلو باندې ګومارل کړي.

دا مصری مشهور سندرغاړې له احمد الطیب نه د خپل خطا باندې ترسره شوي کار په اړه پوهېدو په سبب مننه وکړه.

د دې کلپ خپرېدو نه پس، الازهر هغه باندې د اسلامی ښودو سپکاوې کولو او قرآن پورې خندا کولو باندې تورن کړو چې د دغه تورن له سببه شعبولا د قاهره عدالت ته وغوښتلې شو.

د قاهره عدالت شعبولا په مالي ضمانت باندې چې ارزښت یی مصری ۱۰زره جنیه(لیره) جوړېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3468937

captcha